د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

کابل کې پر سید الشهدا ښوونځي د برید د قربانیانو شمېر له سلو پورته شو


د سید الشهدا د ښوونځي یو ټولګی
د سید الشهدا د ښوونځي یو ټولګی

د هرې ورځې په تیرېدو سره د سید الشهدا ښوونځي د برید د قربانیانو شمېر زیاتیږي.

د افغانستان د جمهور رییس د دویم مرستیال دفتر وايي، د کابل په لوېدیځ کې د سیدالشهدا په ښوونځي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۰۰او د ټپیانو شمېر له ۱۶۰ پورته شوی دی.

د ورانې لمریزې میاشتې په اتلسمه نېټه تردغه بريد وروسته د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني ښاغلي دانش ته د ورته بریدونو د مخنیوي لپاره د یوې طرحې د جوړېدو لارښوونه وکړه.

د کابل په لویدیځ کې د سید الشهدا پر ښوونځي له برید وروسته
د کابل په لویدیځ کې د سید الشهدا پر ښوونځي له برید وروسته

د ښاغلي دانش د دفتر رییس محمد هدایت نن شنبه (د غبرګولي ۱مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه طرحه جوړه شوې او د امنیت شورا په واک کې ده.

هدایت زیاته کړه: "طرحه د افغانستان د جمهور رییس د دویم معاونیت له خوا جوړه شوې او جمهور ریاست او امنیت شورا ته استول شوې ده، هیله لرو چې ژر تر ژره د دې طرحې د عملي کېدو لپاره پرېکړه وشي."

ښاغلی هدایت د دې طرحې په اړه جزییات ورنه کړل، خو ویې ويل چې دا طرحه د سيمې له سپین ږیرو او مشرانو سره په مشوره جوړه شوې ده.

د کابل به لوېدېځ کې په سیدالشهدا ښوونځي تر برید مخکې په ياده سیمه کې يو شمېر فرهنګي، ورزشي او روغتیايي مرکزونه هم په نښه شوي دي.

دغو بریدونو د سیمې د اوسیدونکو جدي اندېښنې راپورته کړي او جمهور رییس هم د خلکو اندېښنو ته په ځواب کې خپل دویم مرستیال ته د یوې امنیتي طرحې د جوړېدو لارښوونه وکړه.

د سید الشهدا ښوونځي له برید وروسته د زده کوونکو حال
د سید الشهدا ښوونځي له برید وروسته د زده کوونکو حال

بل خوا هغه مرستندويه بنسټ چې د سیدالشهدا پېښې قربانیان یې خارو ته وسپارل، د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې خبره کوي.

د دې بنسټ غړی شریف الله وطندوست وايي، تر دا مهاله دوی۷ میلیونه افغانۍ راټولې کړي دي: "څه نا څه مرستې موږ ته را رسیدلي دي چې ۷ میلیونه افغانۍ کېږي، موږ د هر شهید شوي کورنۍ ته ۳۰زره افغانۍ او د ټپي شوې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ مرسته ورکوو، پاتې پیسې د ټپیانو د درملنې لپاره چې ټپونه یې ژور دي او په روغتونونو کې دي، مرسته کوو."

د دغه بنسټ د موندنو له مخې بيا په دې برید کې ۸۴ کسان وژل شوي او ۱۹۵ نور ټپیان دي.

له دې وړاندې افغان حکومت هم د قربانیانو له کورنیو سره مرستې کړې وې.

XS
SM
MD
LG