د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

کابل کې د امریکا شارژدافیر: افغانستان کې طالبان د ویني تویونې د پراختیا مسؤل دي


په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن پر وسله‌والو طالبانو انتقاد کړی او دغه‌شان داعش وسله‌واله ډله‌یې غندلې ده.

ښاغلي وېلسن له فرانس پرس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د وینې تویېدنې ډېر مسؤلیت د طالبانو په غاړه دی.

دی زیاتوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په پیل سره طالبانو پر افغان ځواکونو او ملکیانو له کوم تفکیک پرته خپلې حملې زیاتې کړې دي.

ښاغلی وېلسن وايي: "د طالبانو له کړنو بېخي نهیلی شوي یو، د افغانانو په وړاندې د تاوتریخوالي دوام هېڅ توجیه نه‌لري، د دې کار لپاره هېڅ دلیل نه‌شته، په داسې حال کې چې غوښتل يې یوې سیاسي پروسې ته داخل شي."

ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان

دغه امریکايي ډیپلومات دا هم ویلي چې اسلامي دولت نومې ډله یا داعش لا هم په افغانستان کې پیاوړې ده.

د راس وېلسن په خبره، په افغانستان کې د داعش موجودیت له افغان حکومت سره د امنیت د ټینګښت او د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې د امریکا د مرستو د دوام یو لامل دی.

نوموړي له فرانس پرس سره په دې مرکه کې داعش ډله د لسګونه ملکیانو په ځانګړي ډول په دشت برچي سیمه کې د ښوونځي د زده‌کوونکو پر وژنه پړه بللې ده.

په دې وروستیو کې داعش یا اسلامي دولت ډلې په کابل کې د یوې خونړۍ پېښې چې د اختر په دوهمه ورځ د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې په یو جومات چاودنه وه، مسؤلیت ومانه.

د کابل شکردره کې پر یوه جومات چاودنه
د کابل شکردره کې پر یوه جومات چاودنه

وسله‌والو طالبانو یا داعش ډلې تر اوسه د ښاغلي وېلسن د څرګندونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر اندېښنه داسې مهال ده چې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

هاخوا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر روان دی.

د امریکا متحده ایالاتو د پرېکړې پر بنسټ له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل د روان زېږدیز کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شو چې د همدې کال د سپتمبر تر ۱۱مې نېټې به بشپړ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG