د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

پنجشېر کې د حمید خراساني په نوم د یوه وسله‌وال د کوچیانو ضد کړنو ته غبرګونونه


حميد خراساني چې چارواکي يې غیر مسؤل وسله‌وال ګڼي.
حميد خراساني چې چارواکي يې غیر مسؤل وسله‌وال ګڼي.

د کوچیانو چارو د سمون ادارې په پنجشېر ولايت کې د کوچيانو پر وړاندې د حميد خراساني په نوم د يوه کس چې چارواکي يې غیر مسؤل وسله‌وال ګڼي، په توپيري چلند تورن کړی او له کشفي او امنیتي ادارو يې غوښتي چې د خپل‌سرو اشخاصو مخه دې ونیسي.

په ټولنیزو رسنیو کې یوه وېډیو لاس په لاس کېږي چې په‌کې د خراساني په نوم یو کس په پنجشېر ولایت کې د کوچیانو پر رمو ډزې کوي او له پنجشېر ولایته‌یې باسي. په یاده وېډیو کې دغه کس چې یو شمېر وسله‌وال کسان لري کوچیان په غصب او ظلم تورنوي.

د کوچیانو چارو د سمون ادارې دې اقدام ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې ځینې مغرضې کړۍ د پردیو په اشاره د افغانانو ترمنځ نفاق اچوي.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې د حمید خراساني دا کار غندلی: "د کوچیانو چارو سمون اداره د دغه راز اشخاصو، ډلو او کړیو مغرضانه حرکات په کلکه غندي او د کشفي او امنیتي ارګانونو له مشرتابه غواړي چې د خود غرضو او خپل‌سرو اشخاصو مخه ونیسي او پرېنږدي چې څوک د هېواد نافذه قوانینو، سولې او ملي پخلاینې ته زيان ورسوي."

اعلامیه زیاتوي چې کوچیان د هېواد د نورو ولایتونو په شان له ډېرو اوږدو کلونو را پدې خوا د پنجشېر ولایت له ولسونو سره خورا نېکې او سوله‌ییزې اړیکې لري، خو ځیني کسان هڅه کوي چې دغه اړیکې زیانمنې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په ولسي جرګه کې د کوچیانو ځینو استازو ویلي و چې له پنجشېر پرته په ټولو ولایتونو کې سیمه‌ییز زورواکي کوچیانو ته خنډونه جوړوي.

کوچیان د افغانستان بومي اوسېدونکي دي چې ژمی ګرمو او په اوړي کې سړو سیمو ته تګ راتګ کوي.

د افغان جمهو رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح هم په دې تړاو په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې بې‌مسؤلیته کسان به د قانون منګولو ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړې چې کوچیان له سلګونه کلونو راپدې خوا د پنجشېر له اوسېدونکو سره نېکې اړیکې لري او د پنجشنېر له امنیه قومندانه‌یې په دې برخه کې د بېړني قانوني اقدام غوښتنه کړې.

ښاغلي صالح دا هم ویلي چې د پنحشېر له امنیه قوماندان سره‌یې خبرې کړي او هغه ورته ویلي چې دا وېډیو د پام اړولو په موخه خپره شوې او جعلي ده.

امرالله صالح ليکلي، د پنجشېر امنيه قوماندان ډاډ ورکړی چې د کوچيانو د کاروان مخه نه‌ده نيول شوې او دا موضوع څېړي.

خو حمید خراساني د امرالله صالح دې خبرې ته په غبرګون کې پر ټولنیزو رسنیو په یوه بله وېډیو کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته تهدید کړی چی هر ډول جګړې ته چمتو دی.

له هڅو سره سره ونه‌توانېدو د حمید خراساني غبرګون هم ولرو.

حمید خراساني يو ځل مخکې د ورته کړنو او د افغانستان ملي بیرغ ته د سپکاوي په تور د افغانستان د امنيتي بنسټونو له لوري نیول شوی هم و، خو په ۲۰۱۹م کال کې بېرته خوشې شو.

هغه مهال د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د حمید خراساني نوم په تور لېست کې دی او دی په قتل، انسان تښتونه، غلا، لارو نیولو او په باج اخیستلو تورن دی، خو تازه دغه وزارت له اړیکو سره سره د خراساني په اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG