د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

استانبول غونډه؛ ارګ: چمتوالی ورته چټک شوی خو دقیقه نیټه یې نه ده ټاکل شوې


ارشیف، د استانبول ښار یوه څنډه
ارشیف، د استانبول ښار یوه څنډه

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت یو سلاکار هیله من دی چې د طالبانو پلاوی به د استانبول په غونډه کې برخه واخلي.

عزیز الله فضلي وايي، په قطر کې د دولت او طالبانو مذاکره­ کوونکو ډلو تېره جمعه په خپله کتنه کې د استانبول د غونډې پر چمتووالی هم بحث وکړ.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د مذاکراتي ډلو ترمنځ دغه غونډه تر یوې اوږدې وقفې وروسته وشوه.

طالبانو مخکې ویلي وو، تر هغو په بین الافغاني مذاکرو کې برخه نه اخلي چې امریکايي ځواکونه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وتلي نه وي.

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت سلاکار ښاغلی فضلي
د سولې په چارو کې د دولت د وزارت سلاکار ښاغلی فضلي

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت سلاکار ښاغلی فضلي وايي، په دوحه کې د وروستۍ غونډې پر مهال ښکاره شوه چې د طالبانو پلاوی به د استانبول په غونډه کې برخه واخلي.

فضلي زیاته کړه: "تر ډېره حده ښکاري چې طالبان هم د ترکیې په غونډه کې ګډون ته چمتو دي. د افغانستان حکومت تل دا خبره کړې چې د داسې سولې لپاره پایداره وي او د ملت هیلې په کې ساتل شوې وي، زموږ له خوا ورته پوره چمتووالی شته."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو ویاند محمد نعیم وايي، د استانبول په غونډه کې د دوی د ګډون په اړه لا کوم پرمختګ نه دی شوی.

خو د جمهوري ریاست مرستیال ویاند، محمد امیري وايي، د استانبول غونډې لپاره د دوی له اړخه چمتووالی چټک شوی دی: "حکومت د استانبول په کنفرانس کې فعالانه ګډون ته تیار دی. د استانبول پر غونډه کار روان دی، خو تر اوسه یې وخت نه دی مشخص شوی."

د استانبول غونډه د امریکا متحدو ایالاتونو او نړیوالې ټولنې ته مهمه ځکه بلل شوې چې ښکېل لوري په کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو او د سولې لنډ مهاله دولت پر جوړېدو برخلیک ټاکونکی بحث کوي.

محمد نعیم وايي، د استانبول په غونډه کې د دوی د ګډون په اړه لا کوم پرمختګ نه دی شوی.
محمد نعیم وايي، د استانبول په غونډه کې د دوی د ګډون په اړه لا کوم پرمختګ نه دی شوی.

که څه هم په قطر کې د دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ بین الافغاني مذاکرې د ۲۰۲۰ میلادي کال په سېپټمبر میاشت کې پیل شوي، خو دغه مذاکرې کله ناکله په ځنډ مخ ته ځي.

له دې سره د افغانستان د سولې پروسه او د پیل شوېو بین الافغاني مذاکرو برخلیک له یوه ګونګ حالت سره مخامخ شوی دی.

د هغې موافقې له مخې چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې وه، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته د مې میاشتې لومړۍ نېټه مهلت ټاکل شوی و.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د مې پر لومړۍ نېټه پیل شوي او د سېپټمبر تر ۱۱مې دوام کوي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ پرون وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له ۱۳ تر ۲۰ فیصدو بشپړ شوي دي.

په وروستیو کې پر طالبانو تور پورې شوی چې هم یې د سولې مذاکرې ټکنۍ کړي، هم یې په افغانستان کې بېرته خونړیو حملو ته مخه کړې ده.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ پرون په ټویټر کې لیکلي: "طالبان پر ولسي او ملکي اهدافو فشار د دې لپاره واردوي چې ځانونه قوي وښیي او پر خلکو د وروستلې بدې ورځې پړه هم بېرته پر حکومت واچوي."

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون سې شنبه (د غويي ۲۸مه) د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې ته په خبرو کې وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ځینې هېوادونه له دې جملې چین او روسیه د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

XS
SM
MD
LG