د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

نیویارک ټایمز: افغان زده‌کوونکي څنګه له خطرونو سره سره تعلیم ته زړه ښه کوي؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه یوه تحلیلي مقاله خپره کړې چې افغان نجونې او هلکان څنګه له ورپېښو خطرونو سره سره تعلیم ته زړه ښه کوي؟

لیکوال د دشت برچي د تېرې اوونۍ د خونړۍ حملې د یوې ټپي نجلۍ عارفې په خبرو باندې خپله مقاله پیل کړې چې ویلي یې دي ان که ډارېږي هم تعلیم ته به دوام ورکوي.

په مقاله کې راغلي افغان نجونې او هلکان ښايي قلم، کتابچې او لپټاپونه ونه‌لري، خو تعلیم ته د دوی په تنده کې ډېر داسې څه شته چې نړۍ یې ترې زده‌کړه کولای شي.

لیکوال زیاته کړې ترهګر د تعلیم له زوره وېرېږي په تېره بیا چې نجونې ښوونځیو ته ځي.

د نیویارک ټایمز د دې مقالې لیکوال باور لري اوس چې امریکا خپل پوځیان باسي او د جنګ لار کار نه‌ورکوي ښه ده چې ترهګر او وسله‌وال په نورو بدیلو لارو مات کړای شي.

یوه بېلګه‌یې پوهنه یاده کړې چې د لیکوال په باور ترهګر په اوږدمهال کې دومره ترې وېرېږي چې مقایسه‌یې د ډرون له وېرې سره هم نه‌شي کېدلای.

د لیکوال په خبره په افغانستان کې د یوه عسکر د یو کلن خرڅ په ځای ۲۰ لومړني مکتبونه جوړېدلای شي څو افغان ماشومانو په تېره بیا نجونو ته د تعلیم زمینه برابره شي.

  • ډان

د افغانستان د حکومت د مشرانو د پاکستان ضد څرګندونو په غبرګون د پاکستاني چارواکو په اقداماتو هم ګڼو پاکستاني ورځپاڼو مقالې خپرې کړې دي.

د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا وروسته تر هغه زیاته شوه چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او ځینو نورو په همدې څو وروستیو ورځو کې پاکستان یو وار بیا په دوه مخې پالېسۍ او له طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی.

د پاکستان کراچۍ چاپې انګرېزي ورځپاڼې ډان لیکلي د بهرنیو چارو وزارت د افغان چارواکو وروستۍ څرګندونې غیر مسؤلانه او بې‌اساسه بللې دي.

ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وروستی دریځ راخیستی چې ویلي یې دي "بې‌بنسټه تورونه د دواړو ورورڼو هېوادونو د باور فضا زیانمنوي او د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان په رغنده رول سترګې پټېږي."

له شپېګل المانۍ مجلې سره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني خبرې هم راخیستل شوي چې د ډان په خبره باعث شوې پاکستان غبرګون وښيي.

افغان ولسمشر له شپېګل سره په خبرو کې پاکستان تورن کړی و چې د طالبانو د ملاتړ یو منظم سیستم مخته وړي او طالبان له هماغه ځایه تمویل او تجهیزېږي او جلب او جذب‌یې همالته کېږي.

د افغان چارواکو د څرګندونو په غبرګون پاکستان ان تر دې بریده مخته ولاړ چې په اسلام‌اباد کې یې افغان سفیر وراحضار کړ او خپله ژوره اندېښنه او اعتراض‌یې ور واوراوه.

افغان شنونکي هم د پاکستان په اړه د افغانستان د چارواکو وروستي دریځونه لنډمهالي او بې‌فایدې بولي.

له دې ډلې د افغانستان د څارنې او ارزونې د بنسټ مشرې او شنونکې اورځلا اشرف نعمت ازادي راډیو ته وویل چې افغان چارواکي ښايي د پاکستان په اړه له تُندو خبرو یو څه د خلکو ملاتړ خپل کړي، خو په اوږدمهال کې کار نه‌ورکوي.

هغه وړاندیز کوي چې افغان چارواکي دې د خپل ګاونډ هېواد له چارواکو سره په تفصیل خبرې وکړي او هغوی دې قانع کړي چې د افغانستان امن او سوکالي ټولې سیمې په تېره بیا پاکستان ته چې ورسره لویه ګډه پوله لري ډېر ارزښت لري.

XS
SM
MD
LG