د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

‎د افغانستان روغتیا وزارت: که اختر کې لارښوونې مراعت نه‌شي، کړکېچ به رامنځته شي


د افغانستان عامې روغتیا وزارت، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د افغانستان طبي شورا ګډه غونډه
د افغانستان عامې روغتیا وزارت، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د افغانستان طبي شورا ګډه غونډه

‎سبا پنجشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده. د افغانستان عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي، که د اختر په ورځو کې روغتیایي لارښوونې مراعت نه‌شي، د کرونا ویروس درېیمې څپې کړکېچ به رامنځته شي.

‎د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۲» په کابل کې د حج او اوقافو وزارت سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د کابل په ګډون په ‌‌‌‌‌‌ډېریو ولایتونو کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو او په دغه ویروس د اخته کېدو پېښې مخ په زیاتېدو دي.

ښاغلی مجروح زیاتوي: "هره بې‌احتیاطي چې موږ په ټولنه کې کوو، که مارکېټونو ته زیات ځو، اوس په منډوي کې، لېسې مریم او نورو لویو بازارونو او ښارونو کې ګڼه ګوڼه ده، موږ یې پایله ماښام د مړینې او مثبتو پېښو د زیاتېدو په ګراف کې وینو، نو که غواړئ چې دا کچه بېرته راټیټه شي، نو کلید او د حل لاره‌یې له موږ او تاسو سره ده چې د روژې په دې وروستیو او د اختر په ورځ کې ورته پام وکړو."

د افغانستان عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح
د افغانستان عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح

‎ښاغلی مجروح وایي یوازې په کابل کې د تېرې یوې اوونۍ په پرتله د مثبتو پېښو په ثبت کې ۱۳ سلنه او په وفیاتو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی چې په خبره‌یې دا د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د کچې د لوړېدو ښکارندویي کوي.

‎د عامې روغتیا وزارت سرپرست له ټولو خلکو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې دې د یو بل کورونو ته له زیات تګ راتګ ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي او د ټولنیز واټن، ماسک کارولو او لاسونو مینځلو په شمول دې نورې ټولې روغتیایي لارښوونې هم په پام کې وساتي.

‎بل‌خوا د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال محمد امین مظفري په همدې خبري ناسته کې ټولو ملا امامانو او خطیبانو ته لارښوونه وکړه چې د اختر لمانځه د ادا کولو پر مهال باید ټول روغتیایي تدابیر په پام کې ونیسي او په لنډو خطبو ویلو سره دې ادا کړي.

ښاغلی مظفري وايي: "د اختر لمونځ باید په ټولو حالاتو کې په خلاصه فضا کې ادا شي، هغه جوماتونه چې ازادې فضاوې نه‌لري، په شااوخوا سړکونو دې لمونځونه وکړي، د جوماتونو امامان او مسؤلین باید امنیتي مسایلو ته جدي پام وکړي، د لمونځ کوونکو د صفونو ترمنځ باید واټن مراعت شي او ټول مسلمانان باید د اختر لمونځ د ادا کولو پر مهال ماسکونه ولري."

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال امین‌الدین مظفري
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال امین‌الدین مظفري

‎د ښاغلي مظفري په خبره، اسلام سپېڅلي دین کې د یو مسلمان بل ته تر ټولو ښه ‌‌‌‌‌‌ډالۍ او نیت د هغه سلامتۍ ته زیان نه‌رسول دي، نو همدې شرعي اصل ته په پام سره دې ټول خلک د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي.

‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت په خبره، دا مهال افغانستان دننه د کرونا ویروس د ډول معلومولو وړتیا لري او تر دې دمه تر ټولو زیات انګلیسي ‌‌‌‌‌‌ډول کرونا ویروس تشخیص شوی دی.

‎د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه ۴۲۷ زره ټسټونه شوي، ۶۰،۳۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې شمېر بیا ۴،۳ سلنه خلک مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG