د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

امرالله صالح: طالبان 'ترهګر' دي امریکا دې خپلې مرستې جاري وساتي


د افغانستان د جمهور رئيس لومړي مرستيال امرالله صالح
د افغانستان د جمهور رئيس لومړي مرستيال امرالله صالح

د افغانستان د جمهور رئيس لومړي مرستيال امرالله صالح له واشنګټنه غوښتي چې له افغانستانه تر وتلو وروسته هم له دغه هېواد سره خپلې مرستې جاري وساتي، ځکه چې د نوموړي په باور طالبان د افغانستان راتلونکي خطرناک دي.

ښاغلي صالح د دوشنبې په ورځ له 'سي.بي.اېس' ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، هغه بدلونونه چې په افغانستان کې ليدل کېږي، دا د امريکا د پانګونې له امله دي او دغه هېواد بايد له افغانستان سره خپلې مرستې په اقتصادي، ډيپلوماټيکو او نورو برخو کې جاري وساتي.

د افغان جمهور رئيس لومړي مرستيال طالبان د افغانستان راتلونکي ته خطر وباله او ویې ويل چې امريکا دغې ډلې ته مشروعيت ورکړی.

نوموړي ویلي: "موږ امريکا ته نه وايو چې پای ته يې مه رسوئ، د دې لپاره چې دوی خپله پريکړه کړې او موږ ورته احترام لرو، زه ډاډه یم چې هغو خطر محسوس کړی او که تاسې له ما پوښتنه وکړې چې خطر څه شی دی زه وايم خطر، ترهګر طالبان دي."

خو طالبان بيا د امرالله صالح دا څرګندونې ردوي.

ارشیف، افغانستان کې یو شمېر وسله وال طالبان
ارشیف، افغانستان کې یو شمېر وسله وال طالبان

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، د امرالله صالح څرګندونې له واقعیته لېرې دي.

د نوموړي په خبره دوی 'د کابل اداره' غواړي په دا شان څرګندونو سره د امريکا او نورو بهرنيو هېوادونو پام ځانته جلب کړي.

د روانې مې میاشتې له لومړی نېټې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير په پيل سره، په افغانستان کې تاوتريخوالي او جګړو زور اخېستی، هغه څه چې حکومت يې مسوول طالبان يادوي، خو طالبانو بيا دغه ادعاوې تل رد کړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی معين تميم عاصي د افغان حکومت او طالبانو ټکر د هېواد په خیر نه بولي او وايي چې دواړه خواوې بايد د جګړې د ختمېدو لپاره کار وکړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی معين تميم عاصي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی معين تميم عاصي

ښاغلي عاصي زیاته کړه: "لومړي مرستيال د تېر په څېر په دې وروستيو کې د طالبانو ضد موقف نيولی، خو دا بايد ومنو چې طالبان د دې ټولنې يو واقعيت دی، ډېری افغانان او مسلمانان دي، په ټوله کې جمهوريت او امارت بايد له دې خونړۍ جګړې نه د وتلو لپاره يوه د حل لاره پيدا کړي او دواړه خواوې دې په ګډه ملي ارزښتونو ته کار وکړي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امريکا ولسمشر جوبايډن او متحدینو يېپريکړه کړې چې ټول بهرني قوتونه به د سېپټمبر تر ۱۱ مې نېټې پورې له افغانستانه وځي.

XS
SM
MD
LG