د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

ملي ارمان: افغانستان کې د حملو او قتلونو سرچینه پاکستان کې د ترهګرو ‌‌‌‌‌‌مدرسې دي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

‏‎کابل چاپ ورځ پاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بېلابېل موضوعات خپاره کړي دي.

  • ‏‎هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د طالبانو له لوري د اختر په درې ورځو کې د اوربند په مسئلې بحث کړی او لیکلي دي چې طالبانو په داسې حال کې د اوربند اعلان وکړ چې تېره یوه میاشت د افغانستان لپاره خونړۍ وه.

د مطلب لیکوال ټینګار کړی او لیکلي یې دي که طالبان له دې امله شکایت کوي چې د دوی او امریکا ترمنځ د دوحې د توافق له مخې د بهرنیو ځواکونو په مهالوېش کې نقض راغلی په خبره‌یې امریکا او افغان حکومت هم باید دا طالبانو ته څرګنده کړي چې تېر یو کال راهیسې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې د کمېدو برعکس جګړې زیاتې شوي او په خبره‌یې هره ورځ ګڼ ملکي افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

‏‎لیکوال په ټینګار لیکلي چې که چېرې طالبان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له نوملړه د د خپلو مشرانو د نومونو د وتلو غوښتنه کوي په مقابل کې یې باید افغان حکومت او نړیواله ټولنه د بین‌الافغاني مذاکراتو او اوربند د ټینګېدو شرط پرې ومني.

  • ملي ارمان

‏‎ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې د شنبې په مازدیګر د کابل په دشت برچي سیمه کې د سید الشهدا ښوونځي باندې موټر بم برید په اړه لیکلي دي.

‏‎سرمقاله لیکونکي لیکلي دغه حملې معصوم ماشومان ووژل او اکثره افغان کورنۍ یې د غم په ټغر کېنولې.

‏‎لیکوال د دغې حملې په اړه د ژورې خواشینۍ پر څرګندولو تور پورې کړی چې په افغانستان کې د دغو ‌‌‌‌‌‌ډولو حملو او قتلونو سرچینه په پاکستان کې د ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو مدرسې دي.

‏‎هغه څه چې تل افغان حکومت او یو شمېر نړیوالو هېوادونو یې هم یادونه کړې.

‏‎خو پاکستان بیا تل دا تورونه رد کړي او د افغان سولې بهیر ته‌یې ځان ژمن یاد کړی.

‏‎سرمقاله لیکونکي لیکلي چې په یادو مدرسو کې د وهابیت درسونه او تبلیغات کېږي او وهابیان د شیعه‌ګانو خلاف دي او په خبره‌یې د شیعه افغانانو په وژلو کې دغه ‌‌‌‌‌‌ډلې له هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول هڅې نه په شا کېږي.

‏‎لیکوالي ټینګار کړی چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه دې د افغانانو له هرې ورځې وژلو، د خواشینۍ پیغامونو د خپرېدو پر ځای پر پاکستان فشار راوړي تر څو په خبره‌یې په خپل هېواد کې دغه ‌‌‌‌‌‌ډول مدرسې او پټن ځایونه وتړي.

  • صبح کابل

‏‎"لاهې محکمې ته مراجعه؛ رواني جګړه که د اجرا وړ اقدام؟"

‏‎دا هغه سرلیک دی چې صبح کابل ورځپاڼه کې پرې سرمقاله خپره شوې.

‏‎د دې سرمقالې لیکوال لیکلي، اوس چې له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو وخت رارسېدلی، افغان حکومت اړ دی چې له یو لوري په یوازیتوب له طالبانو‌، القاعده او داعش سره وجنګېږي او له بل‌خوا هغو ګوندونو، سیاستوالو او افرادو سره چې په دغه هېواد کې یې بشري ضد جنایات ترسره کړي.

‏‎لیکوال لیکلي نړیواله محکمه هغه وخت د هېوادونو موضوعاتو ته رسېدنه کوي کله چې په خبره‌یې په یو هېواد کې ملي دولت‌یې په رسېدنه کې پاتې راشي او یا هم له ستونزو سره مخ وي.

‏‎د سرمقاله لیکونکي په باور، افغان حکومت د دې لپاره چې په دې وروستیو کې د جګړو له امله تر فشار لاندې دی غواړي په نړیواله محکمه کې طالبان، القاعده، داعش او نورې هغه ‌‌‌‌‌‌ډلې وروکاږي چې په دې وروستیو کې یې افغانستان کې بشري ضد جنایتونه ترسره کړي دي.

‏‎د لیکوال په خبره، که څه هم له تېر ۲۰۰۳ کال راپدېخوا په افغانستان کې تر ټولو زیاتې وژنې او د بشري حقونو ضد جنایتونه طالبانو ترسره کړي، خو لیکلي یې دي چې په دغه هېواد کې امریکا په تېرو ۲۰ کلونو کې ونه‌شو کړای دغه ‌‌‌‌‌‌ډلې نړیوالې محکمې ته بوځي او هلته ورته سزا ورکړي، په خبره‌یې اوس به هم افغان حکومت او نړیواله محکمه هم دغه کړنه ترسره نه‌شي کړای.

XS
SM
MD
LG