د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

کابل کې برید ته نړیوال غبرګونونه؛ اسلامي همکارۍ سازمان هم د دشت برچي برید وغانده


د کابل دشت برچي کې د نجونو پر یوه ښوونځي چاودنه کې یوه ټپي شوې نجلۍ روغتون ته د لېږدولو پر مهال
د کابل دشت برچي کې د نجونو پر یوه ښوونځي چاودنه کې یوه ټپي شوې نجلۍ روغتون ته د لېږدولو پر مهال

د اسلامي همکارۍ سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د شنبې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی او هغه‌یې یوه ترهګریزه پېښه یاده کړې.

دا د هغو لسګونو نړیوالو غبرګونو په ډله کې دی چې پرون ناوخته راغلي.

د دغه سازمان رئیس یوسف بن احمد العثیمین ویلي چې دا ډول بریدونه د منلو وړ نه‌دي.

هغه د اسلامي همکارۍ سازمان په استازیتوب له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانانو سره خپل یووالی ښودلی.

په دې برید کې چې د سیدالشهدا نجونو ښوونځي مخ ته وشو د رسمي شمېرو له مخې له ۵۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي.

روېټرز بیا د افغان چارواکو په حواله چې نومونه‌یې نه‌دي اخیستي، راپور ورکړی چې تر یکشنبې ناوخته د دغه برید د مړو شمېر ۶۸ او د ټپیانو ۱۶۵ تنو ته ورسېد.

د شنبې ورځې برید د کابل په دشت برچي سیمه کې اکثر هغه ځوانې نجونې د مرګ خولې ته واچولې چې تازه له ښوونځي رخصتېدې او د کور په لور روانې وې.

د کابل دشت برچي کې د نجونو پر یوه ښوونځي چاودنه کې یوه ټپي شوې نجلۍ روغتون ته د لېږدولو پر مهال
د کابل دشت برچي کې د نجونو پر یوه ښوونځي چاودنه کې یوه ټپي شوې نجلۍ روغتون ته د لېږدولو پر مهال

د برچي اکثر اوسېدونکي شیعه‌ګان دي. د دې سیمې په اوسېدونکو له دې مخکې هم ګڼ خونړي بریدونه شوي دي.

د روشنايي غورځنګ په غړو او پلویانو برید، د موعود او کوثر په ښوونیز مرکز خونړۍ چاودنه، د امام زمان او باقرالعلوم په جوماتونو برید او د میوند په پهلوانۍ کلب باندې چاودنه له هغو لویو خونړیو بریدونو دي چې د کابل په لوېدیځ کې شوي.

سلګونه کسان په دې بریدونو کې مړه او ټپیان شوي او اکثر یې شیعه‌ګان دي.

د اکثرو دغو بریدونو مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت ډلې منلی دی.

د کابل د دشت برچي برید په اړه د غبرګونو په دوام د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په خپل ټویټر لیکلي چې د کابل د بې‌ګناه نجونو وژنې په غصه کړی دی.

هغه زیاته کړې چې داعش ډلې یو وار بیا د ماشومانو په هدف ګرځولو سره وښوده چې اسلام او مسلمان سپکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ظریف په افغانستان کې د عامو خلکو د وژنې په پای ته رسېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ټول باید په ګډه داعش له‌منځه یوسي.

اخوا د نړۍ د کاتولیک عیسویانو رهبر پاپ فرانسېس هم د کابل د دشت برچي برید په خاطر د افغانستان له خلکو سره خواخوږي ښودلې.

پاپ فرانسېس پرون په واتیکان کې د بیانیې پر مهال د کابل پېښه یاده کړه: "راځئ چې د کابل د ترهګریز برید د قربانیانو لپاره دعا وکړو. یو غیر انساني عمل و، ګڼې نجونې چې له ښوونځي وتلې هدف ګرځېدلي. راځئ هر یوې او کورنیو ته‌یې دعا وکړو. خدای دې په افغانستان کې سوله راولي."

د کاتولیکو عیسویانو رهبر پاپ فرانسېس
د کاتولیکو عیسویانو رهبر پاپ فرانسېس

د هند د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کابل د دشت برچي برید غندلی او ویلي یې دي چې د نجونو زده‌کوونکو هدف ګرځول په حقیقت کې د افغانستان په راتلونکي باندې برید دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د دغه برید عاملان د افغانستان د دوو لسیزو د لاسته راوړنو د له‌منځه وړلو په لټه کې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د دشت برچي برید یو وار بیا د ترهګرو د پټنځایونو د له‌منځه وړلو او د سراسري اوربند د ټينګښت جدي اړتیا په ډاګه کړه.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر
د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر

له دې مخکې په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما، د اروپايي ټولنې استازولۍ، د امریکا د سفارت شارژدافیر، د بریتانیا سفارت او ګڼو نورو لوېديځو چارواکو او ډیپلوماتانو په دشت برچي کې د نجونو پر ښوونځي د برید په اړه تُند غبرګونونه ښودلي او برید یې غندلی دی.

که څه هم افغان چارواکو طالبان په دې برید کې ښکېل بللي، خو دې ډلې په دې برید کې خپل لاس لرل نه‌یوازې رد کړی، بلکې د ښوونځي د ماشومانو وژنه‌یې غندلې.

XS
SM
MD
LG