د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

فایننشل ټایمز: ایا امریکایانو له جګړې څخه کافي برخه وړې ده؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • فایننشل ټایمز

فایننشل ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې یو مطلب خپور کړی چې سرلیک‌یې دی، ایا امریکایانو له جګړې څخه کافي برخه وړې ده؟

ورځپاڼې د افغانستان په جګړه کې د یوه ګډونوال متقاعد سرتېري کیسه نقل کړې چې ۱۰ کاله مخکې واشنګټن ډي سي ته نږدې په یوه بار کې دوه ځوانان د ده د زخم پوښتنه کوي. دی په ځواب کې وايي پښه‌یې په افغانستان کې د یوه ماین په چاودنه کې پرې شوې او هغه ځوانان په تعجب سره پوښتنه کوي چې زموږ سرتېري لاهم په افغانستان کې شته؟

ورځپاڼه لیکي چې له دې خاطرې نږدې ۱۰ کاله وروسته امریکايي ځواکونو له افغانستانه وتل پیل کړل. هغو سرتېرو چې پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې له حملو یوازې یوه میاشت وروسته افغانستانه ته واستول.

خو فایننشل ټایمز لیکي چې د امریکایانو خپله تجربه ډېره بوږنوونکې ده ځکه د دې جګړې بیه د اټکل له مخې دوه تریلیون ډالر او د ۲،۴۴۸ سرتېرو ژوند و. دې جګړې په عین حال کې له ۲۰،۷۰۰ زیات سرتېري هم ټپیان کړل چې په دې ډله کې د سلګونه کسانو پښې غوڅې شوې دي.

ورځپاڼه د شویو څېړنو په استناد وايي له ټولو اووه لکه ۷۵ زره امریکايي سرتېرو څخه چې په افغانستان کې یې په وار سره دنده ترسره کړې، له پنځو یو د ژور خپګان او له جګړې د وروسته رواني فشارونو له ناروغیو سره لاس ګرېوان دي، له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې له ۴۵ زرو زیات متقاعد سرتېري د ځان وژنې له کبله مړه شوي او اوس هغه سرتېري چې د افغانستان او عراق په جګړو کې یې ګډون کړی دی وايي چې دا جګړې په دې نه‌ارزېدلې.

  • ګارډین

ګاردین ورځپاڼې د پنټاګون هغې پرېکړې ته کتنه کړې چې د امریکايي سرتېرو د وتلو د خوندیتوب لپاره‌یې افغانستانه ته اضافي جنګي الوتکې استولې دي.

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي د پنجشنبې په ورځ په پنټاګون کې د دفاع له وزیر لوید استېن سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې له مخکېني اعلان سره سم د عرب سمندرګي په شمال کې څو «F-16» الوتکې او یوه د الوتکو لېږدوونکې لویه کښتۍ د متحده ایالاتو د سمندري او هوايي ځواکونو پر تجهیزاتو ورزیاتې شوې دي.

د دې عملیاتو په ترڅ کې مخکې له دې شپږ «بي-۵۲» ډوله بم غورځوونکې الوتکې په قطر کې ځای پر ځای شوې وې. امریکايي چارواکو د سرتېرو د وتلو له پیل مخکې ویلي و چې ښايي طالبان پر امریکايي سرتېرو د برید هڅه وکړي.

ګارډین په ګډه خبري غونډه کې د ښاغلي میلي د وینا هغه برخه نقل کړې چې وايي پر امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال تر دې دمه برید نه‌دی شوی، خو میلي زیاتوي چې پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو حملې روانې دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، په داسې حال کې چې د طالبانو د حملو د مخنیوي په برخه کې د افغان حکومت د وړتیا په اړه پوښتنې او شکونه شته د پنټاګون دې چارواکي افغان ځواکونه منسجم بللي دي.

له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو وتل د مې په لومړۍ نېټه پیل شول او په پام کې ده چې دا بهیر د سپټمبر تر ۱۱مې پورې بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG