د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

افغانستان، د خوړو له کمښت سره مخ د نړۍ درېیو هېوادونو کې شامل شو


ارشیف، افغانستان کې یوه بې‌وزله کورنۍ
ارشیف، افغانستان کې یوه بې‌وزله کورنۍ

د خوړو له بحران سره د مبارزې نړیوالې شبکې، افغانستان د نړۍ په هغو درېیو هېوادونو کې شمېرلی چې د خوړو له کمښت سره مخ دي.

دغې شبکې په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي چې ناامني، د کرونا ویروس خپرېدل او طبیعي پېښې، د خوړو د نه‌خوندیتوب لاملونه دي.

د خوړو نړیوال سازمان (دبلیو.اېف.پي) ویلي هڅې کوي چې په روان کال کې د افغانستان له ۱۰ ملیونو بې‌وزلو سره مرستې وکړي.

افغانستان کې د دغه سازمان ویاند وحیدالله اماني ویلي چې افغانستان د نړۍ د هغو ۱۰ هېوادونو په لړ کې شامل دی چې د خوړو ډېر لږ خوندیتوب لري.

ښاغلي اماني د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د ۱۶» ازادي رادیو ته وویل: "ډبلیو.اېف.پي په پام کې لري چې د خپلو جلا جلا پروګرامونو له لارې له ۱۳ ملیونو بې‌وزلو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي یا ورته د دغو موادو د ترلاسه کولو په خاطر نقدې پیسې ورکړي چې له دغه وضعیته ووځي."

افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان ویاند وحیدالله اماني
افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان ویاند وحیدالله اماني

په افغانستان کې د خوړو د نه‌خوندیتوب ستونزه دومره جدي ده چې په کابل او نورو ولایتونو کې ډېری کسان له ګڼو ستونزو سره مخ او اړ وتي چې له خلکو سوال وکړي.

د کندهار اوسېدونکی۴۳ کلن اسدالله وايي، د بې‌وزلۍ او نېستۍ له امله ډېر وخت کېږي چې غوړ خواړه‌یې نه‌دي څکلي.

دی وايي هره ورځ د کار په لټه بازار ته وځي، له سهار تر غرمې انتظار باسي چې څوک‌یې مزدورۍ ته بوځي، خو د ده په خبره په میاشت کې ورته یوه ورځ هم کار نه پیدا کېږي.

دی وايي پنځه اولادونه لري، پرته له ځانه د ګټې وټې څوک نه‌لري او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

اسدالله زیاته کړه: "د غریبۍ له امله دې حالت ته رسيدلی یم چې په ټوله روژه کې مې یوازې دوه ځلې غوړ شی خوړلی دی، په چایو او ډوډۍ شپې ورځې تېروو، هره ورځ کار پسې وځم، خو نه پیدا کېږي."

یوازې دی نه‌دی چې له بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ سر ټکوي، بلکې د ده په شان په کابل او نورو ولایتونو کې ډېری کسان شته چې له ورته ستونزو سره مخ دي.

په ورته وخت کې، طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند تمیم عظیمي وايي چې د بېلابېلو ګواښونو له امله په روان کال کې هېواد، ډېرو نړیوالو مرستو ته اړ دی.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند تمیم عظیمي
طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند تمیم عظیمي

ښاغلی عظیمي زیاتوي: "د افغانستان وضعیت د مرستو ډېرو ژمنو ته اړتیا لري، که دغه وضعیت سم مدیریت نه‌شي، د کرونا درېیمې څپې، جګړو او وچکالۍ ته په پام، طبیعي ده چې په دې هېواد کې به د خوړو د نه‌خوندیتوب ستونزه ډېره شي."

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغانستان اوس د کرونا ویروس له درېیمې څپې سره مخ دی او په ځینو ولایتونو کې سېلابونو هم خلکو ته زیانونه اړولي دي.

سربېره پر دې اوس د افغانستان په ډېری ولایتونو کې جګړې روانې دي او احتمال لري چې د بې‌ځایه شویو او اړو شمېر په‌کې ډېر شي.

XS
SM
MD
LG