د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

'جي۷'سرمشریزه: افغانستان سره زموږ مرستې د سولې د خبرو په پرمختګ پورې نغښتې دي


د 'جي۷' سرمشریزه
د 'جي۷' سرمشریزه

که څه هم په افغانستان کې جګړه ورځ تر بلې پراخېږي، د نړۍ د پرمختللي اقتصاد لرونکو ۷ هېوادونو یا 'جي ۷' افغانستان سره خپلې پراختیايي مرستې د سولې یو بریالي پړاو ته د مذاکراتو په رسېدو پورې تړلي بللي.

کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او امریکا په یوه ګډه اعلامیه کې له افغانستان سره د مرستو دوام د ۲۰۲۰ میلادي کال د جینوا کنفرانس پر مهال د شوېو ژمنو د عملي کېدو پورې تړلی او زیاتوي، له خپلو مرستو به افغانانو سره د هغوی د هیلو د رسېدو برخه کې ګټه واخلي.

په ۲۰۲۰ میلاډي کال کې د جینوا کنفرانس پر مهال افغان حکومت نړیوالې ټولنې سره ژمنه وکړه چې سولې ته د رسېدو، فساد سره مبارزې، د بشر حقونو او متوازن انکشاف په برخو کې به هر اړخیزې هڅې کوي.

جي ۷ افغانستان کې د جګړې د درېدو غوښتنه کړې
جي ۷ افغانستان کې د جګړې د درېدو غوښتنه کړې

د نړۍ د پرمختللي اقتصاد لرونکو ۷ هېوادونو همدا ډول افغانستان کې د جګړې د درېدو غوښتنه کړې او زیاتوي، تاوتریخوالی باید په داسې ډول پای ومومي چې تل‌پاتې او هر اړخیز اوربند ته زمینه برابره کړي.

جي ۷ هېوادونو یو تل‌پاتې سیاسي هوکړه چې عادلانه سولې ته لار پرانیزي د ټولو افغانانو په ګټه بللي او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې دوحه کې د سولې خبرو او همدا ډول د استانبول له غونډې ملاتړ کړی.

د پرمختللي اقتصاد لرونکو هېوادونو افغانستان کې له فعالو ګوندونو او سیاسي ډلو غوښتي چې د سولې لپاره خپله ژمنتیا وښيي او تر خوا یې د سولې خبرو کې د ښځو، ځوانانو، لږکیو او د تېرو شل کلونو د لاسته راوړنو پر ساتنې او ترې په ملاتړ ټینګار کړی.

جي ۷ د سیمې پر هېوادونو هم غږ کړی چې د افغانستان د سولې پروسه کې په مشترک ډول خپل هڅو ته دوام ورکړي.

دې هېوادونو پر ملکي وګړو، خبریالانو، مدني او د بشري حقونو پر فعالانو د بریدونو مسوولیت پر طالبانو اچولی او له دې ډلې یې غوښتي چې هر څه ژر دا حملې پای ته ورسوي.

خو طالبان بیا نه یوازې دا ادعا ردوي، بلکې له 'جي ۷' سرمشریزې غواړي چې افغانستان کې له لاس‌وهنې ډډه وکړي.

طالبان له 'جي ۷' سرمشریزې غواړي چې افغانستان کې له لاس‌وهنې ډډه وکړي.
طالبان له 'جي ۷' سرمشریزې غواړي چې افغانستان کې له لاس‌وهنې ډډه وکړي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌‌الله مجاهد نن د پنج‌شنبې (د غويي ۱۶مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د سولې برخه کې موږ جدي یوو، زموږ موقف معلوم دی، مذاکراتو ته موږ تیار یوو. دا چې مقابل جهتونه نه دي بریالي شوي چې موږ سره خبرې پرمخ بوځي او پایلې ته ورسېږو، دا زموږ ستونزه نه ده."

که څه هم افغان حکومت د جي ۷ سرمشریزې د اعلامیې په اړه څه نه وايي، خو طالبان د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او د سولې پر ځای د جګړې پر ټاکلو تورنوي.

د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي چې د جمهور رئیس غني "د سولې لار نقشه" کتاب د مخکتنې په غونډه کې طالبان تورن کړل چې غواړي د دوبي په روان موسم کې جګړه ګرمه او افغان وژنې ته دوام ورکړي.

د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي
د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي

ښاغلي فضلي زیاته کړه: "اوړی پیل شوی، بې له شکه چې د تېرو شل کلونو په څېر به مخالفان او د دې هېواد دښمنان هڅه کوي چې په پسرلي او اوړي کې د افغانانو د وژنې لپاره جګړه پیل کړي. دا ګواښ بیا هم شته. دوی خپل چمتوالی په کوټه، میرانشاه او پېښور کې نیولی دی. "

خو ښاغلی فضلي ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونه نه یوازې دا چې د دې بریدونو د مخنیوي او شنډولو توان لري، بلکې طالبانو ته به سخت ځواب ورکړي.

جي ۷ داسې مهال له ټولو وړاندې د سولې خبرو د پرمختګ او یو نوي پړاو ته د افغانستان په دننه کېدو ټینګار کوي چې دا هېوادونه له افغانستان سره د بشري، پراختیايي او نورو مرستو په برخه کې فعاله ونډه لري او د جينوا کنفرانس پر مهال د شوېو ژمنو ډېره برخه هم د همدې پر غاړه ده.

XS
SM
MD
LG