د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

د افغانستان د برېښنايي تدکرو د وېش ادارې ډېری کارکوونکو کاري اعتصاب کړی


د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې یو شمېر معترض کارکوونکي
د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې یو شمېر معترض کارکوونکي

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنايي تدکرو د وېش څانګې سلګونه کارکوونکو دوی ته د څو میاشتو معاشونو د نه‌ورکړې په غبرګون کاري اعتصاب کړی دی.

دوی وایي له پنځو میاشتو راهیسې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د برېښنايي تذکرو د کارکوونکو معاشونه نه‌دي اجرا شوي او دې چارې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی د ملي فني مرستې د څانګې (اېن‌ټي‌اې) کارکوونکي دي چې د کار له پیله‌یې پنځه میاشتې اوړي.

دوی له همدې امله له تېرې ورځې (سې شنبې) راهیسې کاري اعتصاب کړی، یو شمېر دغو کارکوونکو له ازادي راډيو سره خبرې کړي، خو د دې لپاره چې خپلې دندې له لاسه ورنه‌کړي، نه‌غواړي خپل نومونه واخلي.

دوی وايي: "موږ له دې کبله کاري اعتراض پيل کړی چې د څو میاشتو معاشونه مو ځنډول شوي او نه‌راکول کېږي، دوی رنګارنګ بهانې کوي او هڅه کوي چې په یوه ډول زموږ غږ او اعتراض غلی کړي، په داسې حال کې چې موږ له سختو اقتصادي ستونزو څخه ځورېږو."

د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې یو شمېر معترض کارکوونکي
د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې یو شمېر معترض کارکوونکي

یوه بل اعتراض کوونکي هم د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د پنځو میاشتو کار په موده کې د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې دوی ته هېڅ قناعت نه‌دی ورکړی چې بالاخره دوی اعتراض کولو ته اړ شول.

اعتراض کوونکو ویلي، دوی په کابل او ولایتونو کې د برېښنايي تذکرو د بېلابیلو برخو کارکوونکي دي.

دوی ټينګار کړی چې تر هغه به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکوي، تر څو چې حقوق‌یې ورکړل شي.

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې ویانده روئینا شهابي وايي چې د دې کارکوونکو په قراردادونو کې د ځينو ستونزو له کبله دوی ته د معاشونو ورکړه ځنډېدلې ده.

د دې په خبره د دې ۷۰۰ کارکوونکو د معاشونو د ورکړې اداري کارونه بشپړ شوي او په وینا یې ډېر ژر به کارکونکو ته معاشونه حواله شي.

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې ویانده روئینا شهابي
د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې ویانده روئینا شهابي

اغلې شهابي زیاتوي: "له نېکه مرغه د دوی ستونزه حل شوې، د اېن‌ټي‌اې کمېټې د ستونزې د حل مکتوب رالېږلی، د دوی معاشونه پروسس شوي، موږ خپله همکارانو ته هم ډاډ ورکړی چې معاشونه‌یې له اختره مخکې ورکول کېږي."

د برېښنايي تذکرو دې کارکوونکو داسې مهال کاري اعتصاب پيل کړی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ تېزه شوې، له دې سره ځينو ادارو او بهرنیو سفارتونو برېښنايي تذکره درلودل شرط ایښی او ویلي یې دي له دغې تذکرې پرته به د مراجعینو کارونه اجرا نه‌کړي.

XS
SM
MD
LG