د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

د دفاع وزارت د هوايي پوهنتون ۵۸۲ محصلین: د ۸ میاشتو معاشونه مو نه دي اخیستي


ارشیف، افغان هوايي ځواک
ارشیف، افغان هوايي ځواک

د افغانستان د دفاع وزارت د هوايي پوهنتون یو شمېر محصلین، دغه وزارت 'اپس' سیسټم ته تر داخلېدو دمخه د خپلو څو مياشتو معاشونو د نه ورکړې برخه کې په بې غورۍ تورنوي.

يو شمېر دغو محصلينو ازادي راډيو سره ته وويل چې دا یې د تېر کال د کرونا ویروس د قرنطین د میاشتو معاشونه دي.

د هوايي پوهنتون محصل انور الحق حیدري یې په اړه وايي: "د افغانستان په هوايي پوهنتون کې ۵۸۳ کسانو خپلو معاشونه نه دي اخېستي، د دوی ټولو نومونه په جدول کې رسیدلي، خو په یوه بهانه او بله بهانه یې معاشونه نه ورکول کېږي، په دې اړه نه قول اردو اجرات کوي او نه هم وزارت، دوی په ټوله کې موږ ته پاتې راغلي دي."

دغه محصلين وايي، دا د محصلینو حق دی او باید ورکړل شي.

افغان هوايي ځواک
افغان هوايي ځواک

د دې پوهنتون بل محصل ضیا الرحمن په دې اړه چې ولې یې وزارت معاشونه نه ورکوي ازادي راډيو ته وويل: "تېر کال د کرونا ویروس په راتګ سره موږ په شپږو میاشتنيو رخصتیو لاړو، دې موده کې دفاع وزارت او نورو امنیتي بنسټونو د معاشونو د ورکړې برخه کې د 'اپس' په نوم یو سیسټم رامنځته کړ، دا هغه سیسټم دی چې ټول امنیتي منسوبین له همدې لارې خپل معاشونه ترلاسه کوي خو موږ له دې سیسټمه چې ۵۸۳ کسان دي پاتې یو، کله مو چې پوښتنه وکړه، نو موږ ته وویل شول تاسو له دې سیسټمه پاتې یې او معاشونه مو نه حواله کېږي، له هغې وروسته موږ سیسټم ته داخل شو او زموږ میاشتني معاشونه حواله کېږي، خو هغه اته میاشتې چې سیسټم کې نه وو هغه معاشونه مو تر اوسه نه دي ترلاسه کړي."

نوموړی د دفاع وزارت له چارواکو غوښتنه کوي چې د دوی دا ستونزه ور هواره کړي.

د دې محصلینو د معلوماتو له مخې د افغانستان د دفاع وزارت په هوايي پوهنتون کې هغه محصلین چې د بکلوریا څخه فارغ شوي ۱۴۲۰۰ افغانۍ، هغه محصلین چې لېسانس دي ۱۶ زره افغانۍ او افسران ۱۸ زره افغانۍ معاشونه لري.

د دې اتو مياشتو معاشونو اوسط شااوخوا ۷ اعشاریه ۵ ميليونه افغانۍ کېږي.

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا د دې محصلينو شمېر ۵۸۲ يادوي او وايي چې دغو محصلینو ته د پاتې معاشونو د ورکړې پروسه تر کار لاندې ده.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند فواد امان
د افغانستان دفاع وزارت ویاند فواد امان

د دې وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي: "د ۱۳۹۸ کال د جوزا میاشتې را په دېخوا د افغانستان د دفاع وزارت د ټولو منسوبینو معاشونه د 'اپس' سیسټم له لارې ورکول کېږي، هغه منسوبین چې دغه سیسټم کې نه دي رسیدلي او د څو میاشتو معاشونه یې پاتې، دفاع وزارت پر دې پروسې کار پیل کړی او د پاتې څو میاشتو معاشونه به یې ورکړل شي."

د محصلینو په خبره، د درس ترڅنګ ډېرو دوی ته د کور خرڅ هم ور ترغاړې دی.

دوی وايي، که وزارت د دوی د ۸ میاشتو معاش ورکړي، کولی شي د خپل د ژوند ډېری ستونزې پرې هوارې کړي.

XS
SM
MD
LG