د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

پاکستان له افغانستان او ایرانه پر ورتلونکو کسانو بندیز لګوي


ارشیف، د تورخم پر دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو تګ راتګ او د روغتیايي کارکوونکو له لوري په کرونا ویروس د اخته کسانو د پېژندلو لپاره لومړي معاینات
ارشیف، د تورخم پر دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو تګ راتګ او د روغتیايي کارکوونکو له لوري په کرونا ویروس د اخته کسانو د پېژندلو لپاره لومړي معاینات

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې سر له سبا د مې تر ۲۰مې د هغو خلکو په وړاندې چې له افغانستان او ایرانه ورځي خپلې، دروازې وتړي.

د پاکستان د قوماندې او عملیاتو ملي مرکز چې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې چارې هم مخته وړي ویلي دا پرېکړه‌یې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي په هدف کړې ده.

په تازه پرېکړه کې یوازې د پاکستان اتباع چې خپلو کورونو ته ستنېږي او هم ډېر عاجل ناروغان مستثنی شوي دي.

له هغې خوا بیا افغانستان او ایران ته په داخلېدو باندې تر اوسه کوم ممانعت نه‌دی لګول شوی.

پاکستاني چارواکو ویلي په خپلو دروازو او ترمینالونو کې به د روغتیاپالانو شمېر څو برابره کړي او هم به د کرونا د ټسټ او قرنطین جدي څار کوي.

پاکستان وروسته له هغه له افغانستان او ایرانه په ورتلونکو خلکو باندې دا نوی بندیز اعلان کړ چې هلته په یوه ورځ د کرونا نږدې څلور نیم زره پېښې او د ۱۱۳ کسانو مړینه ثبت شوه. په دې سره د کرونا له لاسه په پاکستان کې د مړو شمېر ۱۸،۰۷۰ ته پورته شو.

XS
SM
MD
LG