د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

د اُسامه د وژلو لس کاله پوره شول؛ القاعدې امریکا ته نوي ګواښونه کړي


اُسامه بن لادن
اُسامه بن لادن

په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه بشپړه وتنه، ټیک تر هغې نېټې لس کاله وروسته پیلوي چې اُسامه بن لادن په کې ووژل شو، د هغه له خوا د جوړې شوې ډلې – القاعدې د بیا فعالېدو په اړه اندېښنې اورول شوې دي.

امریکايي رسنۍ وایي چې القاعده امریکا ته د نوېو ګواښونو تر پولې مخته تللې ده.

سي اېن اېن ټلوېزیون د القاعدې د یوه مسوول له خولې، ظاهراً له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشاره ویلي چې یوازې دا بس نه ده او امریکايي ځواکونه باید له ټولو اسلامي هېوادونو ووځي.

سي اېن اېن وایي چې القاعدې په دې ډول د امریکا خلاف په «ټولو برخو کې د جګړې ګواښ» کړی دی.

د القاعده یوه مسوول ویلي یوازې دا بس نه ده او امریکايي ځواکونه باید له ټولو اسلامي هېوادونو ووځي.
د القاعده یوه مسوول ویلي یوازې دا بس نه ده او امریکايي ځواکونه باید له ټولو اسلامي هېوادونو ووځي.

دا چې د القاعدې دا ګواښ څومره جدي دی، اټکلول یې سملاسي ګران دي، خو په واشنګټن او نورو لوېدیځو پلازمېنو کې به هرو مرو ورته پام واوړي.

ځینې څېړونکي، سره له دې چې ترهګریز ګواښونه لا هم جدي بولي، خو دا چې القاعده دې سملاسي د کوم لوی اقدام وس ولري شک لري.

په ورته وخت کې، دا احتمال چې القاعده د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان غوندې سیمو کې بیا ځان منظم کړي، ځینو امریکایي چارواکو پیاوړی بللی دی.

د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د ولسمشرۍ نوماندې هیلري کلنټن دغسې همدغه ټکي ته په اشاره وویل چې ښايي د دغو خطرونو د شنډولو له پاره افغانستان ته د بېرته ستنېدو اړتیا شي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او د ولسمشرۍ نوماندې هیلري کلنټن
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او د ولسمشرۍ نوماندې هیلري کلنټن

هغې د ملي امنیت له پخوانۍ سلاکارې کاندولیزا رایس سره یوځای د پنجشنبې په ورځ د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته خبرې کولې.

امریکا په قطر کې له اتلس میاشتنیو خبرو او د طالبانو له دې ژمنې وروسته له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړه چې دا ډله به د القاعده په شمول هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د امریکا او نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.

خو القاعده شبکه چې مشر یې د ۲۰۱۱ میلادي کال د مې په دوهمه نېټه د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې ووژل شو، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د ځان بری بولي.

XS
SM
MD
LG