د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

اشرف غني: افغانستان کې له جهاد وروسته خلکو سختې ورځې تېرې کړې


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د غويي اتمه کابل ته د مجاهدینو د داخلېدو ورځ، تېر کلونه به دغه ورځ په کابل او ولایتونو کې په ځانګړو مراسمو سره نمانځل کېده، خو روان کال خبره یوازې د اعلامیو تر بريده وه.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د غويي د اتمې نېټې په مناسبت اعلامیه کې ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې طالبان له تېر تاریخ نه په الهام د هېواد د راتلونکي په اړه فکر وکړي او د جنګ او تاوتریخوالي پر ځای سیاسي موخې د مشارکت، ملي، ډیموکراتیک بهیر او د خلکو ارادو ته د مراجعې له لارې تعقیب کړي.

دغه اعلامیه چې د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۸» له ارګ خپره شوې په‌کې راغلي، د جهاد بریالتوب د ملي یووالي ښکارندوی دی، خو له جهاد وروسته خلکو سختې ورځې تېرې کړې چې د جهاد خوږوالی یې په ترخو بدل کړ.

په اعلامیه کې راغلي، د مجاهدینو له بریالتوب وروسته افغانستان او نړۍ د افغانستان د بیارغونې او همکاریو زرین فرصت له لاسه ورکړ او دا د دې لامل شو چې افغانستان له سیاسي، امنیتي او ټولنیز کرکېچ سره مخ او د زیات وخت لپاره په نړیواله انزوا کې پاتې شو.

خو عام خلک په دې اړه وېشلي نظرونه لري، حلیمې پوپلزۍ او ظفر مومند په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "نن ډېره د خوشحالۍ ورځ ده چې مجاهدین کابل ته راغلل او له کمونېستانو نه‌یې کابل خلاص کړ، موږ پرې ویاړو."

"د مجاهدینو له بریالیتوب وروسته په افغانستان کې مجاهدینو خپل منځ کې جګړې وکړې او د جهاد ثمره‌یې خرابه کړه، افغانستان‌یې وران کړ."

که څه هم د ارګ په اعلامیه کې د مجاهدینو له بریالیتوب وروسته له ترخو تجربو یادونه شوې، خو د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په دې مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي "د مجاهدینو له بریالیتوب سره که څه هم یرغلګرو هېوادونو پورې تړلو ډلو هڅه وکړه چې افغانستان یو ځل بیا په مستقیم ډول په بهرنیو پورې وتړي، خو په وړاندې یې د مجاهدینو درېدو دا ثابته کړه چې د دغه ملت برخلیک یوازې د دوی په لاس کې دی."

ملي مصالحې عالي شورا په دې اعلامیه کې ویلي، د مجاهدینو بریا په نړۍ او سیمه کې د تعاملاتو تازه دروازه پرانیسته او د هېواد راتلونکي ته‌یې خلک هیله‌من کړل.

د ۳۱۷۱ لمریز کال په ثور میاشت کې، د مجاهدینو ډلو کابل په ته په راننوتلو سره د نجیب‌الله حکومت نسکور کړ.

اوس چې له دغې ورځې ۲۹ کاله تېرېږي، یو شمېر دا ورځ د هېواد په تاریخ کې یوه ویاړلې ورځ ګڼي، خو یو شمېر نور یې بیا د تورو او ترخو ورځو پیل بولي.

د افغانستان د مجاهدینو د بریا له ورځې د ۲۹ کلونو په تېرېدو سره لا هم په دغه هېواد کې جګړې روانې دي، خو د سیمې او نړۍ په کچه د دې جګړې د ختمولو هڅې هم تېزې شوي.

د افغانستان خلک هیله لري چې طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرې یوه پایله ورکړي، څو له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره یو ځل بیا دغه هېواد د کورنیو جګړو په ډګر بدل نه‌شي.

XS
SM
MD
LG