د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

افغانستان کې د داعش ۴۰۸ بهرني بندیان؛ له ۱۴ هېوادونو سره‌یې په اړه بحثونه پیل شوي


د افغانستان د ملي امنیت په پند کې په افغانستان کې د داعش ډلې مشر اسلم فاروقي او د دغې ډلې یو شمېر نور غړي.
د افغانستان د ملي امنیت په پند کې په افغانستان کې د داعش ډلې مشر اسلم فاروقي او د دغې ډلې یو شمېر نور غړي.

افغان حکومت له هغو هېوادونو سره بحثونه پيل کړي چې اوسېدونکي یې د داعش د غړیتوب په تور د ملي امنیت له‌خوا نیول شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت لوی رئیس ضیا سراج وویل د داعش یا اسلامي دولت ډلې ۴۰۸ غړي د هغوی له ۱۷۳ ښځو او ماشومانو سره د افغانستان د ملي امنیت په بند کې دي.

ښاغلی سراج زیاتوي، د داعش ډلې هسته له‌منځه وړل شوې او فعالیتونه‌یې محدود کړای شوي دي.

ضیا سراج سې شنبه «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۷» یوې خبري ناستې ته وویل، د داعش ۴۰۸ نیول شوي غړي د ۱۴ هېوادونو دي او له متبوعو هېوادونو سره‌یې خبرې پيل شوي چې د دغو خلکو او هم ۱۷۳ نورو ته چې ښځې او ماشومان ورسره دي، حل‌لار پیدا شي.

سراج وویل شپیته فیصده نیول شوي داعشیان د پاکستان دي.

دی زیاتوي: "۲۹۹ کسان‌یې د پاکستان اتباع دي. د دوی شمېر ځکه دومره زیات دی چې داعش ډله ۶۰ فیصده له پاکستانیانو جوړه وه. ځکه‌یې هم له موږ سره په دومره شمېر کسان بندیان دي."

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج

افغانستان کې د داعش ډلې مشر اسلم فاروقي چې د پاکستان تبعه دی هم د افغانستان د ملي امنیت په بند کې دی.

د ملي امنیت لوی رئیس ضیا سراج په ۲۹۹ پاکستاني داعشیانو سربېره له دوی سره د یادې ډلې پاتې بندیان ۳۷ کسان د ازبکستان، ۱۶ کسان د چین، ۱۳ د تاجکستان، ۱۲ د قرغزستان، ۵ د روسیې، ۵ د اردن، ۴ د ایران، ۳ د ترکیې، ۵ د اندونیزیا، یو د الجزایر، ۲ بنګله‌دېشیان، ۴ هندیان او دوه د مالدیف اتباع یاد کړل.

د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګه په ۱۳۹۶ کال کې ډېره مخکې شوه او د ننګرهار ولایت ځینې برخې یې د خپلو اصلي اډو په توګه وټاکلې.

وروسته د پلازمېنې کابل په شمول دا ډله نورو سیمو ته هم وغځېده. داعش په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د ډېرو لویو خونړیو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی.

خو د ننګرهار په څېر هغو سیمو کې چې د دوی مرکزونه و، خلک لا هم وېره لري.

دولت خان یو له دې کسانو دی چې داعش لا هم خپل کلي او ښار ته لوی ګواښ بولي.

دی وايي: "ځکه ډېره وېره لرو چې داسې نه‌شي هغه څه مو چې په کلي کې لیدلي، په ښارونو ان په ارګ کې یې ونه‌ګورو. داسې چې د خلکو سرونه د داعشیانو له‌خوا پرې شوي. په یو لاس کې یې سر نیولی وي او پل بل کې یې ځان."

جلال‌اباد کې د داعش ډلې لسګونه غړي چې افغان حکومت ته تسلیم شوي دي.
جلال‌اباد کې د داعش ډلې لسګونه غړي چې افغان حکومت ته تسلیم شوي دي.

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی سیدا جان هم وېره لري. دی ټکسي چلوي او له اسوشیټډ پرس اژانس سره په خبرو کې یې خپله وېره داسې په ډاګه کړه: "له خلکو مو اورېدلي چې ان د رکشاوانو په ډله کې هم د داعش غړي نفوذ لري. څو حملې هم د رکشاوو په واسطه شوي. یوه زېر زمیني هم ښار کې شته چې نا اشنا غوندې خلک په‌کې لیدل کېږي."

افغان چارواکو په وار وار ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له نړیوالو ترهګرو ډلو په تېره بیا داعش سره په یوازې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي.

داسې یو وخت چې امریکا متحده ایالات له افغانستانه د سپټمبر تر ۱۱مې د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو نېټه ټاکلې د ملي امنیت عمومي رئیس ضیا سراج له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې افغانستان یوازې پرېنږدي.

ښاغلي سراج وویل: "افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ټولو مسؤلیتونو پرېښودل سم کار نه‌دی. ځکه موږ یعنې دا ټوله سیمه له ګواښ سره مخ ده. ښه ده د دې په ځای چې ناوخته شي، ټول په ګډه د دې ګواښ په وړاندې ودرېږو."

جلال‌اباد کې د داعش ډلې د یو شمېر غړو کورنۍ چې افغان حکومت ته تسلیمې شوې دي.
جلال‌اباد کې د داعش ډلې د یو شمېر غړو کورنۍ چې افغان حکومت ته تسلیمې شوې دي.

د امریکا متحده ایالاتو بیا له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو له پرېکړه سره په ګډه ډاډ ورکړی چې له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او له ترهګرۍ سره مبارزې ته‌یې هم پام شته.

که څه هم تېره ورځ د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ویاند جان کربي ویلي و چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به له افغان هوايي ځواک د واشنګتن ملاتړ ختمېږي، خو بېګا یې په خپل ټویټر لیکلي چې خبرې ترې غلطې شوي.

هغه زیاته کړې: "د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت د مې په لومړۍ نه‌ختمېږي. همداراز له افغان امنیتي ځواکونو نه د هوايي ملاتړ د کمولو یا بدلولو هېڅ پرېکړه نهده شوې."

جان کربي د دغه ټويت په اخره برخه کې ویلي: "ټوله تېروتنه زما وه، زه پرې پښېمانه یم."

XS
SM
MD
LG