د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

د ملي امنیت رئیس: د بهرنیانو له وتلو وروسته به د طالبانو بریدونو کې بدلون رانه‌شي


د کندهار ولایت په لیرې پرتو سیمو کې وسله‌وال طالبان
د کندهار ولایت په لیرې پرتو سیمو کې وسله‌وال طالبان

د افغانستان د ملي امنیت رئیس وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د طالبانو په بریدونو کې کوم بدلون رانه‌شي.

احمد ضیا سراج د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۷» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې طالبان اوس هم د خپل توان په اندازه بریدونه او فعالیت کوي.

د ښاغلي سراج په خبره، تر راتلونکو درې ورځو پورې چې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل پیلېږي، د طالبانو په بریدونو کې به ډېر بدلون رانه‌شي.

دی زیاتوي: "دوی اوس هم خپل ټول توان کاروي، هره ورځ په پوستو او لویو لارو بریدونه کوي. د مې له لومړۍ نېټې وروسته له دې زیات څه نه‌شي کولای، یو برخه ښايي د کوکنارو د حاصلاتو د ټولولو پر مهال خپل خوځښتونه زیات کړي."

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج

د ملي امنیت رئیس وویل، پرون د طالبانو د ډلې یو مهم غړی مولوي احمد کندهاری د ژړۍ او میوند ولسوالیو ترمنځ سیمو کې هدف وګرځول شو او ووژل شو.

د نوموړي په خبره، له اختر محمد منصور وروسته دا د طالبانو دوهم لوړپوړی چارواکی دی چې وژل کېږي.

اختر محمد منصور د طالبانو ډلې مخکېنی مشر د ۱۳۹۵ کال په جوزا میاشت کې په پاکستان کې د امریکايي ځواکونو د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د افغانستان د ملي امنیت رئیس دغه‌شان په دغه خبري غونډه کې وویل چې طالبان له امریکا او افغان دولت سره د خپلو اوو زرو بندیانو د خلاصون موضوع هم تعیبوي، خو د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال مخکې تر دې ویلي چې دا په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي له کمولو سره مرسته نه‌کوي.

په ورته وخت کې افغان جمهور رئیس په همدې ورځ په ارګ کې د اوبو او برېښنا د اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې افغانستان خپل ارزښت له لاسه نه‌دی ورکړی او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به خپل نوی فصل پیل کړي.

ښاغلی غني وايي: "افغانستان نه څنډې ته کېږي او نه هېرېږي. موږ د خپلو نړیوالو اړیکو نوی فصل پیلوو، پوره ډاډ ولرئ چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تمويلېږي او په تجهیراتو کې به ستونزه ونه‌لري."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او لومړي مرستیال امرالله صالح په شمول یو شمېر افغان چارواکي ارګ کې د سې شنبې د ورځې د غونډې پر مهال
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او لومړي مرستیال امرالله صالح په شمول یو شمېر افغان چارواکي ارګ کې د سې شنبې د ورځې د غونډې پر مهال

ښاغلي غني وړاندې وویل، اوس دا فرصت رامنځته شوی چې افغانستان په خپلو پښو ودرېږي.

په ورته وخت کې د جمهور رئیس غني لومړي مرستیال امرالله صالح په دغه غونډه کې وویل چې اوس‌مهال د هغه وخت په پرتله چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو او نه‌وتلو وخت مشخص نه‌و، ملي روحیه پیاوړې شوې او د افغانستان ټول اوسېدونکي د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو د خوندیتوب غوښتنه کوي.

ښاغلي صالح له طالبانو وغوښتل چې له ورانکارۍ او وژنو لاس واخلي او د بیارغونې او خلکو ته د خدمتونو رسونې په برخه کې سیالي وکړي.

ښاغلی صالح زیاتوي: "هېڅ امکان نه‌لري چې تاسې د خلکو زړونو ته لار پیدا کړئ او د باروتو او ټوپک په وسیله د هغوی د زړونو دروازې ځان ته پرانیزئ. زه له جمهور رئیس صیب سره همغږی کېږم چې راځئ سیالي له وژنې، جوړونې او خلکو ته په خدمتونو رسولو واړو."

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر درې ورځې وروسته د مې له لومړۍ نېټې پیلېږي او داسې اندېښنې شته چې په دې سره جګړه تېزه او د افغانستان وضعیت به لا پسې خرابه شي.

XS
SM
MD
LG