د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

ولسي جرګه: د عبدالروف د قضیې په اړه د بلخ امنیتي مسؤلین ځواب نه وایي


بلخ کې یو شمېر مظاهره چیان چې د تښتول شوي عبدالروف د راخوشې کیدو غوښتونکي دي
بلخ کې یو شمېر مظاهره چیان چې د تښتول شوي عبدالروف د راخوشې کیدو غوښتونکي دي

د افغانستان د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدلو کمېسيون وايي، په بلخ کې د تښتول شوي ماشوم عبدالروف د قضیې په اړه د معلوماتو د ورکولو په هدف دغه کمېسیون ته له بلخه راغوښتل شوي امنیتي مسؤلین د دوی غونډې ته حاضر نه شول.

د دې کمېسیون رئیس محمد صادق قادري ازادي راډيو ته وویل، دوی نه پوهېږي چې یاد امنیتي مسؤلین ولې حاضر نه شول، خو دی وايي امنیتي ادارو ته يې په دې اړه مکتوبونه استولي چې باید ځواب ووايي.

د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

دی وايي، د کمېسیون د نن ورځې په جلسه کې پرېکړه وشوه چې د یادې قضیې په اړه د معلوماتو د ورکولو په هدف يې راتلونکې اوونۍ د افغانستان لوړ پوړي امنیتي مسؤلین د کمېسیون غونډې ته دعوت کړي دي.

قادري زیاته کړه: "موږ مکتوب استولی چې ولې د نن ورځې جلسې ته حاضر نه شول او ولې یې د خلکو غوښتنې ته پام نه کوي، راتلونکې جلسې ته مو د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د عمومي ریاست لوړ پوړي مسؤلین راغوښتي چې په دې اړه ځواب ووايي."

دی وايي، دا اقدام يې کمېسیون ته د تښتول شوي عبدالروف د کورنۍ له عریضې کولو وروسته وکړ.

نهه کلن عبدالروف نږدې اته میاشتې وړاندې ښوونځي ته د تلو پر مهال له مزار شریف څخه نامعلومو وسله‌والو تښتولی
نهه کلن عبدالروف نږدې اته میاشتې وړاندې ښوونځي ته د تلو پر مهال له مزار شریف څخه نامعلومو وسله‌والو تښتولی

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د بلخ له امنیتي مسؤلینو سره هم خبرې وکړي خو له ډېرو هڅو وروسته هم دوی اړیکه ځواب نه کړه.

نهه کلن عبدالروف نږدې اته میاشتې وړاندې ښوونځي ته د تلو پر مهال له مزار شریف څخه نامعلومو وسله‌والو تښتولی او د خوشې کېدو په بدل کې یې له کورنۍ د نږدې دوو میلیونه ډالرو غوښتنه شوې ده.

که څه هم نږدې میاشت وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ګواښ وکړ چې د نوموړي د نه راخوشې کېدو په صورت کې به د بلخ ټول چارواکي له دندو لېرې کړېي، خو تردې دمه نه د بلخ چارواکي له دندو لېرې شوي او نه هم یاد ماشوم د انسان تښتونکو له منګولو راخوشې شوی دی.

XS
SM
MD
LG