د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

هشت صبح: د طالبانو وروستیو ګواښونو ته د امریکا اندېښنه


ارشیف، د پکتیا طالبان
ارشیف، د پکتیا طالبان

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال پردوی د طالبانو د احتمالي بریدونو، د سولې په پڅو هڅو او د جګړې د زیاتېدو اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح لیکلي، امریکا د طالبانو وروستیو ګواښونو اندېښمنه کړې، د ورځپاڼې په حواله دغې ډلې له مې میاشتې وروسته پر بهرنیو ځواکونو د حملې خبرداری ورکړی و او همدا شان یې افغانستان ته د احتمالي تازه دمي امریکايي ځواکونو راتګ باندې د برید ګواښ هم کړی.

په سرمقاله کې راغلي، امریکا له افغانستانه د ډاډه او خوندي وتلو ته د چمتوالي لپاره ځانګړي ځواکونه افغانستان ته لېږي، خو افغانستان ته د راتلونکو ځواکونو شمېر لا هم نه ده معلوم، همداشان یې دوه'B 52'بم غورځونګې الوتکې په قطر کې ځای پرځای کړې ده.

د لیکوال په اند د ۲۵۰۰ امریکايي او ۷۰۰۰ ناټو سرتېرو وتلو ته په دومره لویه کچه چمتوالی د طالبانو ګواښونه په ډاګه کوي او دېته په کتو د طالبانو وروستي ګواښونه د درک وړ دي.

د سرمقالې د لیکوال په باور له افغانستان د امریکايي ځواکونو خوندي وتلو ته احتیاطي تدابیرو دا پيغام ورکوي چې پر بهرنیانو هر ډول حمله به سخت غبرګون له ځان سره ولري او دا احتمال هم شته چې وروستیو شېبو کې نړیوالو ځواکونو ته په افغانستان کې د پاتې کېدو چانس په لاس ورکړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا لیکلي، په ولایتونو کې پرله پسې جګړې، نښتې او چاودنې زیاتې شوي، هره ورځ د لسګونو امنیتي ځواکونو او طالبانو د وژلو ادعاوې کېږي، د افغانانو د هیلو او غوښتنو خلاف جګړه زیاته شوې چې په کې د ښکېلو لورو ترڅنګ هره ورځ بې ګناه ملکي وګړي هم وژل کېږي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، د ښکېلو اړخونو اوسني دریځونه او د جګړې ادبیات کارول د جګړې د دوام لامل شوي، پر دغو دریځونو ټینګار به جګړه نوره هم وغځوي او د سولې برخه کې به خنډونه هم زیات کړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، د دې وېره هم شته چې د دغه حالت دوام به یو مخ د سولې پروسې د له منځه تللو او د جګړې پخواني حالت ته د ور ګرځېدو سبب شي، په کار ده چې د سولې له اوسني فرصته ګټه واخېستل شي او د جګړې مخه ونیول شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان لیکلي، له شک پرته نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، دوی شااوخوا شل کاله وړاندې د دوی د اعتراف له مخې افغانستان ته د القاعده د ځپلو لپاره راغلي وو چې دغه ډله یې وځپله او مشر یې ورته مړ کړ.

د لیکوال په باور امریکا په یاده موده کې د افغانستان له ځمکې او هوا استفاده وکړه، هغه جګړه چې ظاهراً د ترهګرۍ ضد جګړه وه، زرګونه افغانان په کې مړه او ټپیان شول.

د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي، اوس امریکا ته په کار ده چې له افغانستانه سترګې پټې نه کړي، با مسؤلیته له افغانستانه ووځي، دلته یو پياوړی حکومت پرځای پرېږدي، څو افغانستان کورنۍ جګړې خوا ته ولاړ نه شي.

XS
SM
MD
LG