د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

په نړۍ کې د کاربن ډایکساید د خپرېدو اندازه ۷ سلنه کمه شوې


آرشیف
آرشیف

د ټولبند او محدودیتونو له کبله د تېرکال په نسبت په نړۍ کې د کاربن ډایکساید د خپرېدو اندازه ۷ سلنه کمه شوې ده.

د کاربن نړیوالې پروژه چې نړیوال ساینسپوهان په کې شامل دي، په ننني څېړنیز راپور کې ویل شويو سږکال به نړۍ هوا ته څلوردېرش ميلیارد متریک ټُنه ګلتوني یا مضر ګازونه خپاره کړي.

په دغه راپور کې ساینسپوهانو ویلي، چې په نړۍ کې د کاربن ډایکساید د خپرېدو د کمېدو یو علت دا دی چې ګڼ کسان د کرونا وبا له کبله په کورونو کې پاتې وو، په موټرو او الوتکو کې یې لږ سفرونه کول.

د راپور له مخې، په امریکا کې د کاربن ډایکساید د خپرېدو اندازه ۱۲ فیصده، په اروپايي ټولنه کې ۱۱ فیصده او په چین کې ۱ اعشاریه ۷ فیصده کمه شوې ده.

XS
SM
MD
LG