د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

نشنل انټرسټ: افغانستان کې ۲۰ کلن حضور د امریکا درې ولسمشران ننګونو سره مخ کړي وو


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نشنل انټرسټ

نشنل انټرسټ امریکايي خپرونې، د جمهو رئیس بایډن له‌خوا له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو پر نېټې بحث کړی او لیکلي یې دي، په افغانستان کې د امریکا نږدې ۲۰ کلن حضور د امریکا درې جمهور رئیسان، جورج ډبلیو بوش، بارک اوباما او ډونالد ټرمپ له ننګونو سره مخ کړي وو.

خو د خپرونې په وینا، جو بایډن په تېرو ۴۰ کلونو کې د امریکا د لومړني ولسمشر په توګه چې زوی یې په جنګ کې مأموریت ترسره کړی، مسایلو ته له جلا لیدلوري ګوري.

بایډن وروستیو کې اعلان کړی چې د روان میلادي کال د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې ټول امریکايي سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

خو د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه دوحه کې د لاسلیک شوي تړون له مخې ټاکل شوې وه امریکايي سرتېري د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستان څخه ووځي.

نشنل انټرسټ لیکي، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د حضور دوام له شک پرته چې یو ستراتېژیک بحث دی، خو د لیکوال له لیدلوري، داسې ښکاري چې د ۲۰ کلونو له تېرېدو وروسته د ترهګرۍ په اړه د امریکايانو په اندېښنه کې د پام وړ کمی راغلی دی.

وړاندې لولو، په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې په پیل کې په سلو کې ۸۳ امریکایانو د دې پرېکړې ملاتړ کاوه، خو په ۲۰۱۹م کال کې نږدې ۴۱ سلنه امریکایانو په دې اړه هېڅ نظر نه‌درلود چې ایا امریکا په افغانستان کې خپلو هدفونو ته رسېدلې او کنه.

نشنل انټرسټ زیاتوي، په ۲۰۰۱ م کال کې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې له بریدونو یوه میاشت وروسته په سلو کې ۷۱ امریکایانو په خپل هېواد کې د دا ډول پېښو د بیا پېښېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو د ۲۰۲۰م کال په جولای میاشت کې د هغو ۱۰ موضوعاتو په لېست کې چې امریکایانو هغه ننګوونکې مسئلې بللې وې ترهګري په وروستي ردیف کې وه.

د نظر پوښتنو پر بنسټ امریکایان اوس له ترهګرۍ زیات د اقلیمي بدلونونو، په خپل هېواد کې د جنايي جرمونو، بې‌کارۍ او نژادي تبعیض په اړه اندېښمن دي.

  • ګارډین

د ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې هم د روان میلادي کال تر سپټمبر پورې د افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پر موضوع بحث کړی او د یو شمېر لوړپوړو متقاعدو نظامیانو نظرونه‌یې پرې پوښتلي دي.

ګارډین په افغانستان کې د پخواني پوځي اتشه سایمون ډېګېنز له خولې وايي، اړتیا ده چې د طالبانو د ځواک د مهارولو لپاره له افغان دولت سره مرسته وشي. د نوموړي په وینا هغه مهم درس چې په افغانستان کې له ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۶ کلونو پورې له مودې اخیستل کېدای شي د دې هېواد له حکومت سره د مالي مرستې دوام دی او دا چې د طالبانو د تمویل پراخه شبکه باید ویجاړه شي.

ښاغلي ډېګېنز زیاته کړې، ان که په افغانستان کې هېڅ بهرني سرتېري ونه‌اوسي هم، ډېر کارونه شته چې نړیواله ټولنه‌یې د افغانستان لپاره کولای شي. د نوموړي په وینا هغه قربانۍ چې په افغانستان کې ورکړل شوي باید ضایع نه‌شي.

په وروستیو کې لوړپوړو افغان چارواکو هم ویلي چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو سرتېرو وتل له دې هېواد سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو د پرې کېدو په معنی نه‌دي.

امریکا او ناټو هم ویلي چې له افغانستان سره به مرستې او همکارۍ ته ژمن پاتي شي.

XS
SM
MD
LG