د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

روغتیا وزارت: تېرو دوو اوونیو کې پر کرونا د اخته کسان شمېر ۳۰ سلنه زیات شوی


ارشیف، په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې پر کرونا ویروس داخته ناروغانو درملنه کېږي.
ارشیف، په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې پر کرونا ویروس داخته ناروغانو درملنه کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو دوو اوونیو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په شمېر کې د ۳۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.

د دې وزارت یوه ویاند عثمان طاهري نن شنبه (د وري ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل، روان وضعیت ته په کتو سره باید خلک روغتیايي سپارښتنې په جدي ډول په پام کې ونیسي.

دی وايي: "تېرو دوو اوونیو کې د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی لیدل کېږي، په یوه اوونۍ کې موږ ۵۷۷ مثبتې پېښې درلودې، د دې ویروس هغه نوې بڼه چې د (انګلیسي) په نوم ده، تر دا مهاله شااوخوا ۲۰۰ کسان پرې اخته شوي دي."

خو ښاغلی طاهري وايي، افغان حکومت د دې ویروس د لا زیات خپرېدو د مخنیوي لپاره لازم چمتوالی نیولی.

د نوموړي په خبره، په تېرو ۴۵ ورځو کې ۱۸۰ زره کسانو ته د کرونا ضد واکسین شوي.

ارشیف، جلال اباد کې یوه روغتیاپال ته د کرونا ضد واکسین پلی کیږي.
ارشیف، جلال اباد کې یوه روغتیاپال ته د کرونا ضد واکسین پلی کیږي.

د خپاره شوېو راپورونو له مخې افغانستان سره تر دا مهاله ۵۰۰ زره ډوزه هندوستان او ۴۶۸ زره ډوزه د اروپايي ټولنې له لوري د کرونا ضد واکسین مرسته کړې.

د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا د نور واکسین د راوړلو لپاره هڅې روانې دي.

د افغان حکومت د لومړیتوبونو پر بنسټ دغه واکسین په لومړي پړاو کې روغتیايي کار کوونکو، امنیتي او دفاعي ځواکونو، خبریالانو، زندانیانو ، استادانو او ښوونکو ته ورکول کېږي.

په ورته وخت کې یو شمېر روغتیا پالان بیا د کرونا ویروس د ۳۰ سلنه زیاتوالی په تېرو دوو اوونیو کې د اندېښنې وړ بولي.

افغانستان سره تر دا مهاله ۵۰۰ زره ډوزه واکسین هندوستان مرسته کړې.
افغانستان سره تر دا مهاله ۵۰۰ زره ډوزه واکسین هندوستان مرسته کړې.

روغتیاپال امین الله توخي وايي، کرونا ویروس باید ټوکې ونه ګڼل شي: " وروستی شمېر واقعاً د اندېښنې وړ دی، خلک باید دا ویروس ټوکې ونه ګڼي، په دې حالت کې خلک باید هماغه روغتیايي سپارښتنې چې د لاسونو پریمنځل، ماسک اچول، له ګڼې ګوڼې څخه ځان ساتل او دېته ورته نورې سپارښتنې باید جدي په پام کې ونیسي، څو دغه ویروس په ټولنه کې راکم شي. "

ښاغلی توخي ټينګار کوي که خلک دغه ویروس جدي ونه ګڼي پایلې به یې خطرناکه وي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په دې ویروس شااوخوا ۵۷ زره کسان اخته شوي.

د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ دې ویروس تر دا مهاله ۲۵۳۹ کسه مړه کړي او شااوخوا ۵۲ زره نور بیا ترې بېرته روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG