د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

د امریکایي ځواکونو وتل؛ "افغان ځواکونه په پوځي او تخنیکي لحاظ په ځان بسیا دي"


افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه

له میاشتو انتظار وروسته بالاخره امریکا او ناټو له افغانستانه د خپلو پوځونو د وتل پرمهالوېش د تأیید مهر ولګاوه.

‎د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون له مخې بهرني ځواکونو باید د روان میلادي کال د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې وتلي وای، خو د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت له میاشتو انتظار وروسته پرون چهارشنبه (د وري ۲۵مه) اعلان وکړ چې د مې میاشتې له لومړۍ نېټې به له افغانستانه د دوی د ځواکونو وتل پیل شي او د روان کال تر سپټمبر ۱۱مې به بشپړ شي.

‎ناټو هم د امریکا د دغې پرېکړې له هرکلي سره جوخت له امریکايي ځواکونو سره یوځای د خپلو پوځیانو د ایستلو خبر ورکړ.

‎که څه هم ناټو او امریکا د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ او تجهیز برخه کې اوږدمهاله ژمنه کړې، خو پوښتنه دا ده چې افغان ځواکونه دا مهال په یوازېتوب د افغانستان د امنیت د ساتنې د خلکو د دفاع او له طالبانو او نورو وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو سره د جګړې وړتیا لري؟

‎د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، دا مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواکه توګه له ۹۶ سلنې زیات پوځي عملیات خپله ترسره کوي او په خبره یې دغه ځواکونه په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول د افغانستان امنیتي مسؤلیت اخېستو ته چمتو دي. ‎

افغان چارواکي وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواکه توګه له ۹۶ سلنې زیات پوځي عملیات خپله ترسره کوي
افغان چارواکي وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواکه توګه له ۹۶ سلنې زیات پوځي عملیات خپله ترسره کوي

‎د دغې شورا د دفتر ویاند رحمت الله اندړ وایي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا مهال له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او له تخنیکي پلوه ځان بسیاینې ته رسېدلي دي.

ښاغلي اندړ زیاته کړه: "د دې خاورې او خلکو دفاع زموږ مؤقتي مسؤلیت نه، بلکې دایمي مکلفیت دی، امنیتي سرتېري له نظامي او تخنیکي اړخه په ځان بسیا شوي او مالي ملاتړ به یې متحده ایالات او نړیواله ټولنه دلته د دوی د ماموریت له ختمېدو وروسته هم جاري ساتي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ

‎د افغانستان ملي دفاع وزارت هم وایي چې له تېر یوه کاله را په دېخوا ‌‌‌‌‌‌ډېری پوځي عملیات افغان ځواکونه طرحه او تطبیقوي او دا مهال د افغانستان په هېڅ سیمه کې له افغان ځواکونو سره بهرني ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې ولاړ نه دي.

‎د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د سرتېرو د تعلیم او روزنې برخه کې هم افغان ځواکونو مسؤلیت منلی او دې برخه کې هم ځان بسیانې ته د رسېدو په حال کې دي.

ښاغلي امان زیاته کړه: "افغان پوځي روزونکي د ملي اردو د تعلیم او روزنې ‌‌‌‌‌‌ډېری مسؤلیت پرمخ بیایي، همدا تازه تېره اوونۍ هم ۲۲۹ سرتېرو چې هوایي او مسلکي برخه کې یې زده کړې وکړې او فارغ شول دوی ټولو ته په لومړي ځل د افغان روزونکو زده کړې ورکړي او هغه کې هېڅ بهرني روزونکي ونډه نه درلودله."

امان وايي،افغان پوځي روزونکي د ملي اردو د تعلیم او روزنې ‌‌‌‌‌‌ډېری مسؤلیت پرمخ بیایي
امان وايي،افغان پوځي روزونکي د ملي اردو د تعلیم او روزنې ‌‌‌‌‌‌ډېری مسؤلیت پرمخ بیایي

‎د افغانستان د ملي دفاع وزارت د اردو شمېر له۲۰۰ زرو زیات بولي او وایي چې دوی په پام کې لري د دغو ځواکونو شمېر زیات کړي.

‎د دغه وزارت مرستیال ویاند وایي، دا مهال افغان پوځ یوازې د بهرنیو مالي ملاتړ ته اړتیا لري او دې برخه کې امریکا او د ناټو نورو غړو هېوادونو ژمنې پر ځای دي.

‎له دې سره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د پولیس ظرفیت لوړ شوی د لا ښه توب لپاره یې د پولیسو د روزنې نصاب کې یې بدلون هم رامنځته کړی دی.

‎د دغه وزارت ویاند طارق ارین ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې اوس مهال د افغانستان پولیس د جګړه ییزو شرایطو له امله د قانون د تنفیذ، جرمونو پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ د جګړې په لومړۍ کرښه کې هم ولاړ دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي د پولیس ظرفیت لوړ شوی
د کورنیو چارو وزارت وایي د پولیس ظرفیت لوړ شوی

‎ښاغلی ارین د پولیسو شمېر بیا تر ۱۲۵ زره زیات یادوي. ‎له دې سره د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس برمک ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، سره له دې چې افغانستان په یو ماتېدونکي وضعیت کې دی، خو له افغان ځواکونو نه د امریکا او نړیوالې ټولنې د ملاتړ او تجهیز په صورت کې به دغه ځواکونه له هېواد او خپلو خلکو په دفاع او د امنیت په خوندیتوب کې برلاسي وي.

‎د ښاغلي برمک په خبره‌، افغان ځواکونو تېرو کلونو کې لازمې روزنې ترلاسه کړي او له خپل هېواده د دفاع وړتیا یې تر لاسه کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس برمک
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس برمک

دی وايي: "په هغه صورت کې چې مالي، لوژستیکي او سیاسي ملاتړ ترې وشي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له هېواد، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د امنیت د خوندیتوب وړتیا لري او راتلونکي کې به یې هم ولري."

‎دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې سیګار تل د څېړنیزو راپورونو په خپرولو د افغان پوځ د ظرفیت نه لوړېدو په اړه نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د مصرف شوېو بودجو کچې ته په کتو هم دغو ځواکونو له ترهګرۍ سره د تمې تر کچې پر مبارزې نه دي توانېدلي، ‎هغه موضوع چې د افغانستان د امنیتي بنسټونو له لوري تل رد شوې ده.

XS
SM
MD
LG