د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

له افغانستان د بهرني ځواکونو د وتلو په اړه د عامو افغانانو غبرګون څه دی؟


ارشیف، افغانستان کې یو شمېر امریکايي ځواکونه
ارشیف، افغانستان کې یو شمېر امریکايي ځواکونه

له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسي افغانانو بېلابېل لیدلوري!

‎وروسته له هغه چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو نېټه اعلان کړه، یو شمېر کابل ښاریان د دغې پرېکړې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

‎جو بایډن پرېکړه کړې چې د روان میلادي کال د مې له لومړۍ نېټې به د خپلو ځواکونو ایستل پیل او د سپټمبر په ۱۱مه به په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول امریکایي ځواکونه له افغانستان نه وباسي.

‎یو شمېر افغانان وایي د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به هېواد ته سوله راشي، خو ځیني نور یې بیا د جګړو او نا امنیو د زیاتوالي پیلامه بولي.

‎د کابل ښار اوسېدونکی احمد هاشمي وایي بهتره دا ده چې په هېواد کې دننه د بهرنیو ځواکونو له شتون پرته د سولې لپاره هڅې وشي.

ښاغلی هاشمي زیاتوي: "په افغانستان کې چې د ۲۰ زرو امریکایي سرتېرو شتون څه ګټه ونه‌کړه، په دوه‌نیمو زرو خو هېڅ هم نه‌کېږي، نو هیله مو له افغان حکومت نه دا ده چې په دې ټینګار وکړي او د سولې لپاره دې پیاوړي ګامونه پورته کړي، ځکه که دا دوه‌نیم زره نور (امریکایي) سرتېره پاتې وي، نو د طالبانو لپاره یوازې د (جګړې) همدا پلمه پاتې ده."

ارشیف، یو شمېر کابل ښاریان
ارشیف، یو شمېر کابل ښاریان

خو د دې ښار بل اوسېدونکی صدیق‌الله په دې باور دی چې تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې وروستۍ شوې نه‌دي، نو په خبره‌یې د بهرنیو ځواکونو وتل د اندېښنې وړ دي.

‎دی وايي: "دوی اعلان کړی چې له افغانستان نه به پرته له قید او شرط نه وځي، نو په دې ‌‌‌‌‌‌ډول له ګټې یې زیان ډېر دی، ځکه دلته د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې وروستۍ شوې نه‌دي او مخالفې ‌‌‌‌‌‌ډلې تر اوسه له دولت سره کوم تعهد ته رسېدلي نه‌دي، نو له قید او شرط پرته وتل معلومه خبره ده چې داخلیو جګړو او کړکېچ ته لاره هوارېږي."

‎که څه هم افغان حکومتي چارواکو د امریکا له دغې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا وړتیا لري چې د خپل ځان دفاع او د هېواد امنیت وساتي، خو ځیني کابل ښاریان د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاوو په اړه هم په یوه خوله نه‌دي.

د کابل ښار بله اوسېدونکې وږمه بارکزۍ وایي، اوس افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا وړتیا لري چې د بهرنیو ځواکونو د نشتوالي په صورت کې هم د امنیت مسؤلیت واخلي.

‎وږمه وايي: "اوس‌مهال د افغان امنیتي ځواکونو مسؤلیت د خاورې د ساتنې په برخه کې زیات شوی، مخکې به بهرنیو ځواکونو افغان سرتېرو سره مرستې کولې او ډېریو عملیاتو کې به ورسره وو، خو اوس دا ټول مسؤلیت دوی خپله اخیستی، نو زه فکر نه‌کوم چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو دې د امنیت په برخه کې بدلون راشي."

له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو په اړه د افغانانو غبرګون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

خو عبدالله احمدزی بیا وایي چې د بهرنیو ځواکونو وتل به د افغانستان پر امنیت اغېز ولري.

ښاغلي احمدزي وویل: "تر دې دمه چې له افغان امنیتي ځواکونو سره بهرنیانو مرستې کړي، نو افغان امنیتي ځواکونه به له شک پرته وکولای شي چې امنیت ټینګ کړي، خو دا د بهرنیو له دوی سره پر مرستو مشروط دي."

د بهرنیو ځواکونو د وتلو دې اعلان د ښځو یو شمېر فعالانې هم اندېښمنې کړي او وايي دوی له دې اړخه اندېښمنې دي چې لا د افغانستان د نظام راتلونکی مشخص نه‌دی او بهرني سرتېري له افغانستانه وځي.

‎له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې د افغان ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره فتانه ګېلاني وایي: "موږ هم نه‌غواړو چې تر قیامت پورې بهرنیان افغانستان وساتي، افغانان باید د پخوا په شان خپله مسؤلیت واخلي، زموږ تشویش دا دی چې دوی (امریکا) باید هر څه سم کړي وای بیا یې په مسؤلانه توګه خپل سرتېري ویستلي وای، خو اوس هم فرصت شته چې باید د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د روغې جوړې لپاره فشار راوړي."

د افغان ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره فتانه ګېلاني
د افغان ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره فتانه ګېلاني

‎مېرمن ګېلاني وایي، له نن وروسته دې هم افغان حکومت، امریکا او نړیواله ټولنه د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو غږونه د سولې پروسه کې واوري، ځکه په خبره‌یې د روان وضعیت او د جګړو تر ‌‌‌‌‌‌ډېره زیاته قرباني افغان مېرنو ورکړې او لا یې ورکوي.

‎وسله‌والو طالبانو تازه د امریکا د ولسمشر د وروستي اعلان په اړه څه نه‌دي ویلي، خو وړاندې يې ویلي و چې د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې له مخې باید امریکايي ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې ووځي.

‎طالبانو ګواښ کړی وو که دا چاره ترسره نه‌شي دوی به جګړه لا ګړندۍ کړي.

‎طالبانو دغه‌شان ګواښ کړی چې که له افغانستانه بهرني ځواکونه ونه‌وځي دوی به د سولې په هېڅ کنفرانس کې ګډون ونه‌کړي.

XS
SM
MD
LG