د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

د امریکا روغتیایي ډله: پر جانسن انډ جانسن واکسین نورې څېړنې ته اړتیا ده


د جانسن انډ جانسن کرونا ویروس ضد واکسین
د جانسن انډ جانسن کرونا ویروس ضد واکسین

د امریکا هغه روغتیایي مشورتي ډله چې د 'کووېډ-۱۹' په وړاندې یو شمېر کسانو ته د جانسن انډ جانسن د ورکړل شوي واکسین په اړه چې ایا هغه د وینې د غوټه کېدو سبب شوی که نه، څېړنه کوي، وایي مخکې له دې چې په دې اړه پرېکړه وکړي، نورې څیړنې ته اړتیا لري.

د دغې ډلې دا پرېکړه چې پرون چهارشنبه‌یې کړې، دا معنی لري چې په متحده ایالاتو کې به د جانسن انډ جانسن د واکسین بهیر ځنډول کېږي.

د امریکا دغې روغتیایي مشورتي ډلې دغه پرېکړه په یوه بېړنۍ غونډه کې یوه ورځ وروسته له هغې وکړه چې د امریکا د درملو د تنظیم ادارې سپارښتنه وکړه چې د دغه واکسین چې یوازې یو دوز خلکو ته ورکول کېږي، تطبیق دې د اوس لپاره ودرول شي.

تر اوسه په متحده ایالاتو کې د جانسن انډ جانسن واکسین اووه ملیون دوزه تطبیق شوی چې یوازې په شپږو کسانو کې د وینې د غوټه کېدو پېښې رامنځه ته شوې دي.

دغه کسان هم د ۱۸ او ۴۸ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

XS
SM
MD
LG