د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

بېزنس سټنډرډ: بایډن غواړي افغان جګړه په مسؤلانه ډول پای ته ورسوي 


ولسمشر جوبایډن
ولسمشر جوبایډن
  • بېزنس سټنډرډ

بېزنس سټنډرډ ورځپاڼې د سپيې ماڼۍ په قول لیکلي چې ولسمشر جو بایډن غواړي د افغانستان جګړه په مسؤلانه ډول پای ته ورسوي.

د دې ورځپاڼې له مخې بایډن غواړي چې دا یقیني شي چې افغانستان به بیا هېڅکله د ترورېستانو پر ځالې نه بدلېږي او له دې هېواده به پر امریکا او متحدانو یې د تروریستي حملو لپاره کار نه اخېستل کېږي.

ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د ویاند جین ساکي په قول لیکلي چې ولسمشر بایډن په دې اړه پرېکړه په نړۍ کې د خپلو شریکانو په مشوره او د خپل ملي امنیت د ټیم په سپارښتنه په داسې ډول کوي چې د دوی ملي ګټې په کې خوندي شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې همدا راز ویلي چې ولسمشر بایډن په زغرده ویلي چې د مې تر لومړۍ پورې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې اوپراتیفي ستونزې شته.

  • بلومبرګ

مالیزیا له دوبۍ سره خبرې کوي چې افغانستان ته د خُرما غوړي صادر کړي.

بلومبرګ خپرونې په دې اړه لیکنه خپره کړې. په دې لیکنه کې د مالیزیا د صنعت او سوداګرۍ وزیر خیرالدین امان رضاعلي په قول ویل شوي چې مالیزیا حاضر دمه افغانستان ته د کال ۷۵ زره ټنه غوړي صادروي، خو اوس یې موافقه کړې چې د کال یو لکو پنځوس زره ټنه غوړي صادر کړي.

رضاعلي دا خبره په کوالالمپور کې د افغانستان له سفیر سره په کتنه کې وکړه.

د بلومبرګ خپرونې پر اساس، افغانستان ته د خُرما د غوړیو د صادراتو زیاتېدا منځني ختیځ او منځنۍ اسیا لکه ترکمنستان، ازبېکستان، تاجېکستان، قرغېزستان او قزاقستان ته د مالیزیا د غوړیو د صادراتو لپاره ور پرانیزي او د مالیزیا د صنعت او سوداګرۍ وزیر دا د خپل هېواد د غوړیو د صادراتو لپاره یو طلايي فرصت ګڼي.

  • مالايي مېل

د مالیزیا مالايي مېل ورځپاڼې هم پر همدې موضوع لیکنه خپره کړې او لیکلي یې دي چې افغانستان منځنۍ اسیا ته د مالیزیا د خُرما د غوړیو د صادراتو لپاره کېدای شي طلايي دروازه شي.

دې ورځپاڼې دا هم لیکلي چې د دوو هېوادونو چارواکو د افغانستان او مالیزیا ترمنځ په نورو برخو کې هم د سوداګرۍ پر زیاتېدا خبرې کړي.

XS
SM
MD
LG