د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د جرمني د بایرن ایالت د سپوټنیک-وي ۲ نیم میلیونه ډوزه واکسین پیري


د روسیې د کرونا ضد سپوټنیک-وي
د روسیې د کرونا ضد سپوټنیک-وي

د جرمني د بایرن ایالت د روسیې د کرونا ضد سپوټنیک-وي د دوه نیم میلیونه ډوزه واکسین د پېرلو یو تفاهم لیک لاسلیک کړ او کله چې د اروپایي ټولنې د درملو اداره دغه واکسین تایید کړي، عملي چارې به یې پیل شي.

د دې ایالت والي، مارکوس شوېدر پرون چهارشنبې (د وري ۱۸مه) وویل، د دغه واکسین د پیرلو لپاره تفاهم لیک له هغې کمپنۍ سره لاسلیک شو چې د اروپا د درملو د ادارې تر تایید وروسته به دغه واکسین د جرمني په ایلیر ټیسین کې تولید کړي.

د بایرن د روغتیا وزیر کلاوس هولیچچیک وویل چې ښایي دې ښار کې د دغه واکسین تولید سږ کال پیل شي. نوموړی دغه واکسین ډېر مؤثر وباله.

د لاسلیک شوي تفاهم لیک له مخې دغه راز جرمني کولای شي چې د سپوټینک-وي واکسین له بهره هم وارد کړي.

د اروپا د درملو د تنظیم ادارې دغه واکسین ته د اجازې ورکولو پروسه پیل کړې او تمه ده چې د روانې میاشتې په وروستیو کې روسیې ته خپل متخصصین هم واستوي.

XS
SM
MD
LG