د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه د محقق څرګندونو ته غبرګونونه


په سیاسي او امنیتي چارو کې د افغانستان جمهور رئیس سلاکار محمد محقق
په سیاسي او امنیتي چارو کې د افغانستان جمهور رئیس سلاکار محمد محقق

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په پرمختګ سره د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه بحثونه تر پخوا ګرم شوي دي.

تازه د افغانستان د جمهور رئیس یو سلاکار محمد محقق له خپلو وروستیو څرګندونو په شا شوی وايي چې د غیر متمرکز نظام د ټینګېدو غوښتونکی دی.

محقق وروسته له هغې چې درې ورځې مخکې یې په هرات کې خپلو وروستیو خبرو کې فدرالي نظام رد کړ او ویې‌ویل چې په افغانستان کې فدرالي نظام مناسب نه‌دی، د یو شمېر کسانو له‌خوا پرې نیوکې وشوې، اوس‌یې په خپله فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي چې د غیر متمرکز اسلامي جمهوري نظام غوښتونکی دی.

ښاغلي محقق ټینګار کړی چې په متمرکز نظام کې پرمختګ پڅ او فساد ته زمینه پراخېږي. نوموړي دا هم ویلي چې باید په بېلابېلو برخو کې د حکومت واکونه ووېشل شي.

ښاغلي محقق د صدراعظم پوست رامنځته کېدل بیا رد کړي، خو ویلي چې جمهور رئیس باید درې مرستیال ولري داسې چې واکونه‌یې تعریف شوي وي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، لومړی مرستیال امرالله صالح او دوهم مرستیال سرور دانش
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، لومړی مرستیال امرالله صالح او دوهم مرستیال سرور دانش

د ښاغلي محقق په خبره، که چېرې پارلماني نظام د لویې جرګې له‌خوا تأیید شي، دا مثبت ګام دی.

نوموړي دغه‌شان د ولایاتو په ټاکنو کې د ولایتي شوراګانو پر رول ټینګار کړی دی.

د جمهور رئیس دغه سلاکار مخکې فدرالي نظام د افغانستان لپاره نا مناسب ګڼلی و، خو دې خبرو یې ګڼ منفي غبرګونونه له ځانه سره درلودل، تازه‌یې دا خبره کړې چې دا شان یو نظام د لویې جرګې له لارې کېدای شي چې د بحث وړ وي.

د نوموړي دې څرګندونو هم غبرګونونه راپاورول.

د ملي کنګرې ګوند مشر لطیف پدرام د یکشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې پر انتقالي حکومت او واک کې د قومونو پر مشارکت د ټینګار ترڅنګ د فدرالي حکومت غوښتونکی شو.

ښاغلی پدرام وايي: "ملي کنګره ثبات ته د رسېدلو لپاره، قومي عدالت ته د رسېدلو لپاره د یو ډیموکراتیک فدرالي جمهوریت غوښتونکې ده، طبیعتاً موږ په فدرالي نظام کې مسلمانان یو او الحمدالله هېواد مو یو اسلامي هېواد دی."

عبداللطیف پدرام
عبداللطیف پدرام

په ورته وخت کې، سیاسي فعال اسماعیل یون بیا د غیر متمرکز نظام غوښتونکي له مرکزه تېښته کوونکي ګڼي او د سیاسي واک پر متمرکز کېدو ټینګار کوي.

ښاغلی یون وايي: "موږ په اوسنیو حالاتو کې یو قوي مرکزي متمرکز حکومت د افغانستان په ګټه ګڼو. ځکه که واک غیر متمرکزه شي مؤثریت‌یې له‌منځه ځي. په اوسنیو شرایطو کې په هېڅ وجه د افغانستان په ګټه نه‌دی. د افغانستان خلک هم قوي متمرکز نظام غواړي. په څو لویو جرګو کې چې جوړې شوي په ځانګړي ډول د اساسي قانون د جوړېدو په لویه جرګه او اضطراري لویه جرګه کې دوی په متمرکز نظام ټینګار کړی دی."

که څه حکومت تازه د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو مخکې یې د اوسني اساسي قانون پر بنسټ د موجوده نظام پر دوام ټینګار کړی دی.

خو متمرکز او نا متمرکز نظامونه له یو بل سره څه توپیر لري؟

د حقوقواو سیاسي علومو استاد نصرالله حق‌پال وايي، په متمرکز نظام کې واک تر ډېره د حکومت له رئیس سره دی، خو په نا متمرکز یا غیر متمرکز نظام کې بیا واک د مرکزي او سیمه‌ییزو حکومتونو ترمنځ وېشل کېږي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

ښاغلی حق‌پال زیاتوي: "بېلابېلو ټولنو، هېوادونو او ملتونو واقعیتونو، شرایطو او خپلو لیدلورو ته په پام سره پرېکړه کړې او د وخت سیاستوالو یې تصمیم نیولی چې باید څه ډول نظام ولري او په کوم قالب کې ښه کولای شي خپلې د ژوند چارې مخته یوسي."

د ده په خبره، مدیریت او اقتصادي منابعې په متمرکز نظام کې د مرکزي دولت په واک کې وي، خو په نا متمرکز نظام کې بیا د قانون پر بنسټ سیمه‌ییزو حکومتونو ته ځیني واکونه او صلاحیتونه ورکول کېږي.

په غیر متمرکز نظام کې سیمه‌ییز چارواکي تر ډېره د سیمه‌ییزو ټاکنو له لارې د خلکو له‌خوا انتخابېږي، خو په متمرکز نظام کې دا چارواکي د مرکزي حکومت له‌خوا انتصابېږي.

XS
SM
MD
LG