د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د اسلام کلا ګمرک اور لګېدنه کې زیانمن شوي موټر چلوونکي له حکومت تاوان غواړي


د اسلام کلا ګمرک اور لګېدنه کې د زیانمن شویو کسانو اعتراضیه غونډه
د اسلام کلا ګمرک اور لګېدنه کې د زیانمن شویو کسانو اعتراضیه غونډه

د هرات په اسلام کلا ګمرک کې د سلواغې یا دلوې د ۲۵مې نېټې په اور لګېدنه کې زیانمن شوي موټر چلوونکي له حکومت د تاوان د ورکړې غوښتنه لري.

۵۰ کلن محمد حسن وايي، په هغه اور لګېدنه کې د ده د تېلو ټانکر هم وسوځېد او یو نیم ملیون افغانۍ زیان وراوښتی دی.

دی وايي د میاشتې یې ۲۰ زره افغانۍ عواید درلودل چې اوس دغه عواید نه‌شته او له نورو په پور د ژوند شپې ورځې سبا کوي: "زه له ولسمشر څخه دغه تمه لرم چې موږ ته دې خپل حق راکړي، د کورنۍ د غړو شمېر مې ۲۰ ته رسېږي، نه‌شم کولای بل کار وکړم، له ولسمشر څخه خپل حق غواړم."

د اسلام کلا ګمرک اور لګېدنه کې د زیانمن شویو کسانو اعتراضیه غونډه
د اسلام کلا ګمرک اور لګېدنه کې د زیانمن شویو کسانو اعتراضیه غونډه

اعتراض کوونکو د اسلام کلا د ګمرک په دوه کیلومترۍ کې د تحصن خېمې درولي او وايي حکومت‌یې باید ناره واوري.

تر اوسه جمهوري ریاست په هرات کې د پیل شوي تحصن په باب تبصره نه‌ده کړې، خو تر دې مخکې یې له زیانمنو شویو کسانو سره د هر ډول مرستې ژمنه کړې وه.

د اعتراض کوونکو له ډلې ۳۰ کلن راتب چې په یوه خېمه کې ناست و، ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ژوند سوځېدلی دی. له ولسمشر څخه بس دا غواړم چې یوازې یو لاسلیک دې کافي دی، د خدای او قران په خاطر پر دې ملت زړه وسوځه، د ملت غم وخوره، وه وروره! دا ملت څه وخوري؟"

اعتراض کوونکي ادعا کوي چې د هغې اور لګېدنې اصلي علت د ګمرک د کارکوونکو ناغېړي او په دې ګمرک کې اداري فساد دی، خو د هرات چارواکي دغه تورونه نه‌مني.

هرات د استول شوي پلاوي مشر غلام بهاوالدین جیلاني
هرات د استول شوي پلاوي مشر غلام بهاوالدین جیلاني

د اور لګېدو تر پېښې وروسته د پېښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جېلاني په مشرۍ یوه لوړ رتبه هیئت هرات ته سفر وکړ، خو د زیانمنو شویو اعتراض کوونکو یو استازی بصیر ارین وايي، له کابله د ورغلي هیئت د څېړنو پایلې لا معلومې شوې نه‌دي.

دی ادعا کوي، چې د اسلام کلا ګمرک په اور لګېدنه کې د ۵۰ ملیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۱،۲۵۴ موټرونه سوځېدلي دي: "ولسمشره! نور ستاسو تر لاس لاندې کسانو باندې باور نه‌لرو. تاسې خپله دا کړکېچ مدیریت کړئ. که نه دغه اعتراض به داسې یوځای ته ورسېږي چې مدیریت به‌یې د ټولو له توانه وتلی وي. د خلکو غوښتنه دا ده چې تر هغو زموږ د زیان وروستۍ افغانۍ هم نه‌وي راکړل شوې، له دې ځایه نه‌ځو."

بل‌خوا د افغانستان د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع ازادي راډیو ته وویل، د اسلام کلا په ګمرک کې د اور لګېدو د پېښې په اړه د ټاکل شوي هیئت څېړنه د ولسمشر د لومړي مرستیال امر الله صالح پر مېز پرته ده: "د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر د اسلام کلا په ګمرک کې د اور لګېدو په اړه یو لوړ رتبه هیئت ګمارلی او دغه هیئت خپل راپور نهايي او د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر ته لېږلی دی. دوی به په دې باب پرېکړه کوي."

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع
د افغانستان د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع

د هرات-اسلام کلا او د هرات تورغونډۍ لویې لارې د افغانستان او ایران، دغه‌راز افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د مالونو د لېږد رالېږد عمده لارې ګڼل کېږي.

بېره کېږي چې د دغو مهمو لارو تړل کېدل به د هرات او په ټوله کې د افغانستان اقتصاد او سوداګري له ستونزو سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG