د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

نیویارکر: بایډن ته سخت انتخاب؛ امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي او که نه؟


 د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن
  • ډیلي بېسټ

ډیلي بېسټ ورځپاڼه لیکي، د بایډن د ادارې دا ماموریت چې د افغان سولې موافقه د مې تر لومړۍ نېټې ترلاسه کړي له دننه له ناکامي سره مخامخ شوې ده.

له طالبانو سره د دوه زره شلم کال د فبروري په نهه ویشتمه د دوحې د سولې په تړون کې امریکا ژمنه کړې ده چې د مې تر لومړۍ نېټې به خپل ځواکونه له افغانستانه باسي.

ډیلي بېسټ د طالبانو او افغان حکومت د استازیو په وینا څرګندوي چې دې ورځپاڼې ته یې ویلي دي چې د سولې وروستۍ هڅې ناکامه شوي دي.

د خپرونې په باور، امریکایان غواړي چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د مې تر ټاکل شوې لومړۍ نېټې پورې د دوی ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او شخړې زیاتې شوي دي چې د دې له کبله افغان چارواکو دا ډاډ ترلاسه کړی دی چې د بایډن اداره به د سولې د بدې معاملې پرځای د خپلو ځواکونو له ایستلو لاس واخلي.

ډیلي بېسټ د افغان دولت د یوه امنیتي مسوول په وینا چې په مذاکراتو کې دخیل و او د نوم له اخېستو ډډه کوي، لیکي: ډېره بېړه د یومخ ناکامۍ خطر زیاتوي.

ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو دننه د سرچینو په استناد لیکلي دي چې تر اوسه دوی ته نه دي ویل شوي چې کله به له افغانستانه وځي.

د امریکایي ځواکونو یوې سرچینې په دې شرط چې نوم به یې نه اخېستل کېږي، ډیلي بېسټ ته ویلي دي چې دوی د سپینې ماڼۍ له لوري پریکړې ته انتظار کوي اوڅو چې پرېکړه کېږي دغه اوسنی شمېر امریکایي سرتیري به چې دوه نیمو زرو ته رسېږي په افغانستان کې وي.

  • نیویارکر

بلې امریکایۍ ورځپاڼې، نیویارکر هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو مسئله څېړلې ده او لیکي:

جو بایډن له سخت انتخاب سره مخامخ دی چې د مې تر لومړۍ نېټې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي که یې هلته پریږدي؟

ورځپاڼه لیکي، بایډن نژدې یوه لسیزه مخکې ویلي و چې له افغانستانه به خپل سرتیرې بهر کړي؛ کله چې په دوه زره لسم کال کې بایډن د امریکا مرستیال ولسمشر و، هغه وخت یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو ژمنه کړې وه، ویلي یې و چې د دوه زره یوولسم کال له جولایه د پوځیانو ایستل پیلوو او موږ به ټول سرتیرې وباسو.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

اوس افغانستان ته شا کول اسانه نه دي په تېره بیا چې هلته امریکا تر درې تریلیونه ډېر ډالر لګولي دي او د خپلې اوږدې جګړې اهداف یې نه دي ترلاسه کړي.

نیویارکر څرګندوي، د امریکا متحد ایالاتونو روانه میاشت خپل سیاست پراخ کړ د سیمې ځواکمن هېوادونه، چین، پاکستان، ایران، هند، ترکیه او روسیې ته یې مخه کړه، تېره اوونۍ په روسیه کې د افغان سولې لپاره غونډه وشوه او د اپریل په لومړیو کې تمه ده چې ترکیه د افغانستان د سولې لپاره د یوې غونډې کوربنه شي چې ښایي یوه توافق ته د رسېدو لپاره څو ورځې دوام وکړي، خو د ورځپاڼې په باورکله چې پر نورو ملتونو تکیه کېږي نتیجې بېلابېلې وي، یوه نه وي.

XS
SM
MD
LG