د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

یوناما: د کوکنارو کښت او د نشه‌يي موادو قاچاق د افغانستان او نړۍ ثبات ته ګواښ دی


ارشیف، د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو کښتونه
ارشیف، د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو کښتونه

ملګري ملتونه وايي چې د نشه‌يي موادو ګواښ ته پام نه‌کول کولای شي چې د افغانستان سوله او امنيت د سولې تر تړون وروسته هم له خنډ سره مخ کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر، يوناما د دې سازمان د امنيت شورا ته د ۲۰۲۱ ميلادي کال لومړی درې مياشتنی راپور چمتو کړی دی. په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او نشه‌يي موادو توليد ډېر شوی دی.

یوناما وايي چې د کوکنارو کښت او د نشه‌يي موادو قاچاق نه‌يوازې دا چې د جګړې سبب شوی، بلکې د سيمې او نړۍ امنيت ته هم ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د امنيت شورا په ځانګړې غونډه کې د افغانستان په اړه وويل، تېر ميلادي کال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ ډېروالی راغلی و.

مېرمن ديبرا لاینز له نړیوالې ټولنې غواړي چې له نشه‌يي موادو سره په ګډه مبارزه وکړي او د نامشروع اقتصاد د ودې مخه ونيسي، ځکه دا وېره شته چې نشه‌يي مواد د سولې تر تړون وروسته هم د افغانستان سوله او امنيت تهدید کړي.

دیبرا لاینز
دیبرا لاینز

مېرمن لاینز زیاتوي: "د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو قاچاق د افغانستان او سيمې ثبات تهديدوي او پر نړيوال ټولنه اغېز کوي. موږ تېر کال وليدل چې د کوکنارو کښت د پام وړ ډېر شوی و، خو د کوکنارو د کښتونو په اړولو کې بیا د پام وړ کموالی راغلی و. د سولې تېر بهیرونه ښيي چې د سولې تر تړون وروسته بيا هم غير مشروع اقتصاد کولای شي چې د څو کلونو لپاره سوله او امنيت تهديد کړي. د افغانستان، سيمې او نړۍ پر وړاندې د دې ګواښونو ليري کولو لپاره د نړيوالې ټولنې پرله پسې همکارۍ ته اړتیا ده. "

د افغان دولت يوه سروې ښيي چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۳۷ ډېر شوی و، خو د افغان دولت او ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې ترمنځ د سروې د ميتود پر سر اختلاف د دې سبب شو چې دولت ونه‌شوی کولای چې په دې کال کې د توليد شويو ترياکو اندازه معلومه کړي.

د افغانستان دولت ادعا کوي چې ډېری کوکنار د طالبانو تر نفوذ لاندې سيمو کې کرل کېږي او له ګاونډيو هېوادونو څخه د کېمياوي نشه‌يي موادو قاچاق د دې سبب شوی چې د نشه‌يي موادو تولید ډېر شي، له همدې امله ملګري ملتونه هم وايي چې له نشه‌يي موادو سره مبارزه د نړيوالې ټولنې همکارۍ ته اړتيا لري.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پخوانی معین ډاکتر محمد ظفر له يوې خوا له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت ته ګوته نيسي او له بلې خوا نړیواله ټولنه هم له دې امله ملامته بولي چې پيسې يې بې‌ځايه او بې‌ګټې لګولې دي.

د کوکنارو له کروندو د تریاکو د حاصلاتو ټولول
د کوکنارو له کروندو د تریاکو د حاصلاتو ټولول

ښاغلی ظفر زیاتوي: "په افغانستان کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې ډېرې پيسې ولګېدې، خو د پام وړ نتيجه‌يې نه‌درلوده، علت‌يې دا دی هغه ادارې چې دولت جوړ کړي دي ګټورې ثابت نه‌شوې، بهرنیان وايي چې په دې برخه کې يې ډېرې پيسې لګولي او د افغانستان دولت باید دا ظرفیت درلودای چې د بهرنيانو له مرستو پرته له نشه‌يي موادو سره مبارزه وکړي. که څه هم د افغانستان دولت د دې مرستو په برخه کې دومره ملامت نه‌دی، ځکه چې ډېری پيسې په مستقیم ډول بهرنيانو لګولي دي."

د ملګرو ملتونو له‌خوا د سولې تر تړون وروسته بیا هم د افغانستان سولې او امنيت ته د ګواښ خبره په داسې وخت کې راپورته کېږي چې تر اوسه پورې د سولې په خبرو کې د نشه‌يي موادو پر مسئله هېڅ بحث نه‌دی شوی او په هغه طرحه کې هم هېڅ اشاره نه‌ده ورته شوې چې د ترکيې په غونډه کې به بحث ورباندې کېږي.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG