د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

جلال‌اباد کې دکانداران، شرکتونه او مارکېټونه د امنیتي کمرو په نصبولو مکلف شوي


جلال‌اباد ښار کې پر یوه دکان نصب شوې امنیتي کمره
جلال‌اباد ښار کې پر یوه دکان نصب شوې امنیتي کمره

د ننګرهار چارواکو د جلال‌اباد ښار دکانداران او د شرکتونو او مارکېټونو مالکان مکلف کړي چې په خپلو کارځایونو کې امنیتي کمرې نصب کړي.

د چارواکو په وینا په دې کار سره به په ښار کې د امنیتي ګواښونو او جنایي جرمونو کچه یو څه راټيټه شي.

د چارواکو دغه پرېکړه که له یوې خوا د ځينو ښاریانو له هرکلي سره مخ شوې، خو له بلې خوا یې ځيني دکانداران اندېښمن کړي چې ګوندې په دې کار به‌یې کاروبار او ژوند له ننګونو سره مخ شي.

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکی سردار خان چې په دغه ښار کې وروستیو ناامنیو، جنایي جرمونو او امنیتي پېښو اندېښمن کړی وایي، که چېرته په جلال‌اباد کې د امنیتي کمرو د نصبولو پرېکړه عملي شي، نو ورسره به د هدفي وژنو، غلاوو او نورو جنایي جرمونو مخنیوی شوی وي.

دی له ځایي چارواکو د دې پرېکړې د عملي کېدو او څارنې او له دکاندارانو او خلکو په دې اړه د همکارۍ غوښتنه کوي: "دا کار د امنیت لپاره ډېر سودمن دی او ډېره فایده لري، ځکه دښمن په‌کې معلومېږي، غل غدو به په‌کې معلومېږي، دا کار ډېر سم کار دی چې حکومت رانیولی دی، موږ ډېر خوښ یوو."

دی زیاتوي، اوس‌مهال جلال‌اباد ښار د یوه بې‌سرپوښه لوښي په څېر دی او په خبره‌یې، په ښکاره ډول د ښار په منځ کې یو څوک په ډزو ویشتل کېږي او عاملان‌یې بې له دې چې وپېژندل شي، په ډاډه زړه د پېښې له ځایه تښتي.

جلال‌اباد ښار کې پر یوه دکان نصب شوې امنیتي کمره
جلال‌اباد ښار کې پر یوه دکان نصب شوې امنیتي کمره

محمد یاسین بیا د جلال‌اباد ښار یو دکاندار دی چې دغه پرېکړه‌یې عملي کړې او د خپل دکان پر سر یې امنیتي کمره نصب کړې ده.

خو دی اندېښمن دی چې ګوندې که کوم وخت د امنیتي کمرې له لارې اخیستل شوي تصویرونه له امنیتي مسؤلینو سره شریک کړي، نو شاید خپله او یا یې کاروبار له ګواښونو سره مخ شي.

دی وايي: "دکانداران به کمرې هم ولګوي، خو دلته د مثال خبره که کومه خبره وشوه، نو بیا چې دکاندار یې کس وښیي نو سبا یې مشکل هم دکاندار ته جوړېږي، نو امنیتي ارګانونه دې له دکاندارانو سره مل شي، ځکه که وېډيو ورکړل شي، دکاندار چې چېرته تللی هم نه‌شي، نو سبا ته‌یې مشکل دکاندار ته دی."

د امنیتي کمرو په تړاو د ننګرهار د چارواکو پرېکړه او د جلال‌اباد ښار د دکاندارانو اندېښنې په داسې حال کې دي چې تېره اوونۍ دوو تنو ناپېژانده وسله‌والو د جلال‌اباد ښار له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې یو پولیس په ډزو وواژه او وسله‌یې هم ترې له ځانه سره یوړه.

تر دې پېښې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د انعکاس په نوم د یوه ځایي خصوصي ټلوېزیون د دوبلې برخې درې ښځينه کارکوونکې شهناز رؤفي، مرسل وحیدي او سعدیه سادات هم په نښه او ووژل شوې.

ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون وژل شوې کارکوونکې
ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون وژل شوې کارکوونکې

دا او دې ته ورته نورې لسګونه پېښې، د ځایي خلکو غبرګونونه او اندېښنې وې چې بالاخره د ننګرهار مسؤلین اړ شول چې د امنیت د ښه تأمین په هدف هټۍ‌وال د امنیتي کمرو په نصبولو ملکف کړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، تر اوسه د نظامي شورا دغه پرېکړه ۹۰ سلنه پلې شوې او دغه چاره لا هم دوام لري.

خوګیاڼی زیاتوي، په دې سره به په جلال‌اباد ښار کې د شته امنیتي ننګونو او جنایي پېښو ګراف راټیټ او د سکون فضا رامنځته شي.

ښاغلی خوګیاڼی وايي: "موږ مطمئن یوو چې د دې کمرو په نصبېدو سره به په جلال‌اباد ښار کې د جنایي، ترهګریزو او نورو پېښو په رامنځته کېدو کې کموالی رامنځته شي، موږ سره به د ترورېستي پېښو د ترسره کوونکو په موندلو کې مرسته هم کېږي او طبیعي ده، کله چې له کوم ادرسه همکاري کېږي، د هغوی هویت به هم پټ ساتل کېږي او په دې برخه کې هېڅ ډول کومه ستونزه نه‌شته."

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی

په دې وروستۍ شااوخوا یوه میاشت کې د ننګرهار د نظامي شورا دا دوهمه پرېکړه ده چې د امنیتي وضعیت د ښه‌واالي په موخه‌یې کوي او عملي کېږي.

تر دې وړاندې د جلال‌اباد ښار ټول رکشا چلوونکي مکلف کړای شوي وو چې د خپلو رکشاوو شاګانې باید په سپینو رنګونو ورنګوي او د رکشا ټول مشخصات پرې په غټو ټکو ولیکي څو د پېښې په صورت کې له ورایه وپېژندل شي.

هغه وخت د ننګرهار چارواکي په دې باور وو چې ګوندې د ناامنۍ ډېری پېښې د رکشاوو په وسیله ترسره کېږي.

که څه هم د جلال‌اباد ښار رکشا چلوونکو د نظامي شورا پرېکړه عملي کړه، خو د ښاریانو په باور، لا هم د ښار امنیتي وضعیت د ډاډ وړ نه‌دی.

XS
SM
MD
LG