د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

ویسا: که امریکا له طالبانو سره هوکړې ته ژمن پاتې نه شي څه به وشي؟


د کابل چاپ ورځپاڼې
د کابل چاپ ورځپاڼې
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د تاوتریخوالې د کمښت په تړاو د طالبانو یوې نوې طرحې ته سرلېکنه ځانګړې کړې ده.

وړاندې راغلي چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت په هدف یوه درې میاشتنۍ طرحه امریکا ته سپارلې ده او طرحه کې د طالبانو اساسې غوښتنې دا دي چې باید د دوی ٧ زره بندیانو خوشې شي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د طالب مشرانو او غړیو نومونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لېسته لېرې شي.

ورځپاڼې لیکلي چې د طالبانو بله غوښتنه په دې درې میاشتنۍ طرحه کې دا ده چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او دا هغه څه دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په هوکړه کې منل شوي وو.

د لیکوال په وینا، د تاوتریخوالي کمولو لپاره د طالبانو طرحه داسې وخت مطرح کېږي چې تر دې وړاندې د پنځه زره طالب بندیانو له خوشې کېدو سره تاوتریخوالي زور واخېسته چې د حکومت په وینا، ډېری خوشې شوي طالب بندیان د جګړې ډګر ته راستانه شوي او په وروستیو میاشتو کې د یو شمېر هدفي وژنو مسؤل دي هغه ادعا چې طالبان یې تل ردوي.

ورځپاڼې لیکلي، دا طرحه داسې مهال مطرح کېږي چې متحده ایالاتو تر دې دمه د مې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستلو په اړه وروستۍ پریکړه نه ده کړې.

  • وېسا

وېسا ورځپاڼې لیکلي، هېواد کې له روان وضعيته داسې ښکاري چې هېواد د تېرو څلورو لسيزو په تر ټولو نازک او خطرناک پړاو کې دی او اړتیا ده چې په احتیاط ګام واخېستل شي.

وړاندې راغلي، که مو مشرانو په احتياط او د هېواد د لويو ګټو په رڼا کې ګام پورته کړ، د سولې روانې هلې ځلې به نتيجه ورکړي او د وينو بهيدو مخنيوی به وشي او که يې وړه تېروتنه وکړه، نو د ګړنګ له سره به داسې ولوېږو چې ښايي بيا د تل لپاره سر راپورته نه کړای شو او يا به دا کار څو پېړۍ قربانۍ او مبارزې ته اړتيا ولري.

د لېکوال په وینا، ظاهراً هم په کور دننه او هم په نړيواله کچه د افغان سولې لپاره د تائيد شعارونه پورته شوي، نو ځکه تمه دا ده چې د افغانانو لپاره د ۴۲ کلنې غميزې د پای ته رسولو ښه فرصت رامنځته شوی.

خو ورځپاڼې پوښتنه کړې که امریکا له طالبانو سره هوکړې ته ژمن پاتې نه شي څه به وشي؟

وړاندې د طالبانو سياسي دفتر مشر هغه لیک ته اشاره شوې چې امریکا ته ليکلي چې امريکا بايد د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي او د ياد تړون سره سم دې پر ټاکلې نېټه ټول بهرني عسکر له افغانستانه ووځي او که نه، دوی به يې پر وړاندې بريدونه له سره پيل کړي.

ورځپاڼې دا وېره هم مطرح کړې که د دوحې تړون لغوه او يا د ياد تړون له عملي کېدو د مخنيوي لپاره پلمې او نوي شرايط وړاندې شي، نو په هېواد کې به روانه جګړه تیزه شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې ټینګار کړی چې افغان حکومت ته په کار ده، څو د خپل ولس او نظام د بقا او د ملي ګټو د تحقق او خوندي ساتلو لپاره سياسي او ديپلوماتيکې هڅې پراخې کړي.

وړاندې راغلي چې افغان چارواکي په کور دننه له سياسيونو سره د خپل نظام او د خپلو وروستيو لاسته راوړنو او ملي ارزښتونو د ساتلو لپاره بايد سياسي اجماع رامنځته کړي.

د لېکوال په وینا، افغان حکومت بايد د سياسي جوړښتونو له مشرانو، مدني ټولنې، رسنيو او د بشري حقونو فعالينو، ديني عالمانو او د ښځو د حقونو له مدافعانو سره خپلې ناستې ولاړې ډېرې کړي او د دوی ټينګ ملاتړ له ځانه سره ولري.

د لیکوال له انده له دې پرته بايد افغان حکومت د نورو په تمه پاتې نه شي او خپل ستر مسووليت ته اوږه ورکړي.

XS
SM
MD
LG