د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

افغان جګړه؛ ملګري ملتونه یې پر کمښت ټینګار کوي خو حکومت يې عاملین طالبان بولي


یو تن افغان سرتیري د عملیاتو پر مهال
یو تن افغان سرتیري د عملیاتو پر مهال

ملګري ملتونه یو ځل بیا د افغانستان د جګړې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښیي او د تاوتریخوالي د کچې د راکمولو غوښتونکي دي.

په افغانستان کې د دغه سازمان استازې دیبرا لاینز به نن سې شنبه (د وري ۳مه) د افغانستان پر وخت ماښام مهال به د دغه سازمان د امنیت شورا ‌غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

په دغه راپور کې راغلي چې د جګړې ښکېلې خواووې دې ژر تر ژره جګړه ختمه او نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ او هڅونې زیاتې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازې دیبرا لاینز
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازې دیبرا لاینز

په راپور کې راغلي دغه هېواد کې دې د داسې سولې لپاره هڅې او کار زیات شي چې د ښځو، ځوانانو، د جګړې د قربانیانو او د ټولنې د لږکیو حقونه او ګډون په کې ثابته اوسي.

د یوناما په دغه راپور کې ټینګار شوی چې لا هم تاوتریخوالی په لوړه کچه دی او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو له پیل سره لا هم دا کچه ټیټه بلکې لوړه شوې ده.

یوناما په خپل دغه وړاندې کېدوونکي راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنري او متحده ایالتونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشر د حقونو خوندیتوب ته پام وکړي او دا اوږدې جګړې دې پای ته ورسوي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وایي، که څه هم طالبانو ته اوس د دوحې له تړون وروسته اوس په افغانستان کې د جګړې پلمې نه دي پاتې خو دغه ‌‌‌‌‌‌ډله بیا هم خپل تاتوتریخوالي ته دوام ورکوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال

نوموړی وايي: "د دوحې له تړون وروسته د خلکو تمه له طالبانو دا وه چې دا جګړه چې نه مشروعت لري او نه هم نور ورته پلمې پاتې دي، ویې دروي، خو طالبانو برعکس جګړې ته شدت ورکړی او اوس یوازې د افغانستان د خلکو او نظام په اړه جنګېږي."

افغان حکومت تردې وړاندې په ځلونو ويلي وو چې سوله او سياسي حل لاره د افغان جګړې د پای ټکی دی او همدارنګه يې ټينګار کړی چې د بهرنيو ځواکونو وتل بايد مسوولانه وي.

طالبان بیا وایي، د دوی له لوري د تېر پرتله جګړه او عملیات کم شوي.

د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د ملګرو ملتونو په ګډون ټول نړیوال سازمانونه او بنسټونه دې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره دې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو پر وتلو فشار زیات کړي.

بل خوا د بشر د حقونو څار نړیوال سازمان یو غړی ماهر مومند هم ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې په دې نظر دی چې افغان جګړه د نړۍ له اوږدو جګړو څخه یوه ده او دې لړ کې د اکثرو افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو تلفات لوړ وو او په خبره یې باید دا جګړه ژر تر ژره ختمه شي.

د بشر د حقونو څار نړیوال سازمان یو غړی ماهر مومند
د بشر د حقونو څار نړیوال سازمان یو غړی ماهر مومند

مومند زیاته کړه : "زموږ هیله ده دا ده چې افغانستان کې دې وروستیو میاشتو کې چې د مقناطیسي بمونو چاودنې، هدفي وژنې، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، د ژورنالېستانو وژل زیات شوي او حالت د تېر پرتله خراب شوي، ژر تر ژره له دې حالته ووځو او ټول خلک هر برخې خدماتو ته لاسرسی پیدا کړي او افغانستان بیا د جګړې هېواد یاد نه شي."

تردې پنځه ورځې وړاندې د مارچ میاشتې پر۱۸مه نېټه د کانګرس دوو غړو 'باربرا لي' او 'کېن بک' د امریکا ولسمشر جو بایډن ته په يوه ليک کې ویلي چې د مې میاشتې پورې دې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي او د افغانستان جګړه دې ژر تر ژره پایته ورسوي.

مېرمن لي او ښاغلي کېن بک په دغه لیکونو کې ویلي چې د افغانستان جګړه کې میلیاردونه ‌‌‌‌‌‌ډالره مصرف شوی او د زرګونو خلکو ژوند په کې تلف شوی دی.

د کانګرس د دغو دوو غړو له لوري جوبايډن ته د لیک په یوه برخه کې راغلي: "متحد ایالاتو موافقه کړې چې له ۵۰ ورځو څخه په کمه موده کې به خپل نظامي قوتونه له افغانستانه باسي. موږ باور لرو چې د مې د لومړۍ نېټې وروسته،افغانستان کې د نظامي ماموریت د غځولو پریکړه به د متحده ایالاتو سرتیري په بې ساري او غیر ضروري خطر کې واچوي او په افغانستان کې به د سولې او عدالت د تامین لپاره اهدافو ته په رسېدو کې پاتې راشي."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو امریکا ته په یوه نوې طرحه کې د ۳ میاشتني اوربند وړاندیز کړی.

د تېرې شنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته دا موضوع تایید کړه او ویې ویل چې د دوی د دغې طرحې له مخکې د جنګ د ټولو اړخونو له لوري به عملیات کمېږي په دې شرط چې د دوی او امریکا تر منځ د سولې د توافقنامې له مخې د بهرنیو ځواکونو وتلو اړوند مادې به تر خپل ټاکلي وخت عملي کېږي.

XS
SM
MD
LG