د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د کندز ځینې بزګران: کروندې مو د جګړې لومړۍ کرښه ده؛ ځمکې مو شاړیږي


د کندز په کروندو کې د جګړې نښې
د کندز په کروندو کې د جګړې نښې

هغه کډوال چې د کندز له شااوخوا ولسوالیو جګړو د دې ولایت ښار ته را بې ځایه کړي ډېری یې بزګران،کروندګر او بڼوال دي.

دوی وايي، کروندې، باغونه او مالدارۍ ترې پاتې او یوازې سرونه یې راایستلي او په وینا یې په ښار کې د کډوالۍ ستونزې ګالي.

د دې کډوالو له ډلې۵۰ کلن رحمت الله چې د خان اباد ولسوالۍ د نواباد له سیمې راغلی وايي، سیمه یې د جګړې لومړۍ کرښه ده: "جګړو راڅخه کرنیزې ځمکې او باغونه پاتې کړل، خپلو سیمو ته ورتلای نه شو خو کروندو ته مو اندېښنه زیاته ده."

ارشیف
ارشیف

دی د جګړې له دواړو خواوو د اوربند غوښتنه کوي چې په ترڅ کې دوی وشي کولای خپلو کورونو او کروندو ته ستانه شي، څو هلته خپلې ځمکې، باغونه او کروندې وساتي.

د کندز ښار د شینواریو سیمې څخه بې ځایه شوی کډوال۴۶ کلن شاه محمد وايي، کلي کې یې ژوند ښه و، کروندګر و او مالداري یې درلوده: "په خپلو کروندو کې چا نه پرېښودلم، طالبانو او دولتي ځواکونو دواړو خبرداری راکاوه چې ګنې وبه وژل شې، سرمایه مې پر کروندې ولګوله، خو خدمت یې نه شم کولی، دا خو معلومه ده چې د ځمکې خدمت ونه شي ښه حاصل نه ورکوي او چې حاصل ورنه کړي در په در کېږم."

دغه بې ځایه شوې کورنۍ وايي، اقتصاد یې له کرنۍ، بڼوالۍ او مالدارۍ تمولیږي او په وینا یې که خپلو کروندو ته ستانه نه شي له جدي اقتصادي ننګونو سره به مخ شي.

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د ګُنبد د سیمې ۴۵ کلن فضل الرحمان هم له ورته ستونزې کړیږي او وايي چې ځمکه یې د جګړې لومړۍ کرښه ده او خدمت ته یې نشه ورتلی.

دغه بې ځایه شوي کډوال وايي، د کندز سیمه ییزو چارواکو ته یې خپل شکایتونه رسولي خو لا یې هم ستونزې نه دي حل شوي.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي
د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي

خو د کندز چارواکي وايي، بې ځایه شوېو کورنیو لپاره پر یوې طرحې کار کوي چې پر پلي کېدو به یې بې ځایه شوي کډوال بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي ازادي راډیو ته وویل: "ولایت پر یوې طرحې بوخت دی او ټول امکانات په کار اچوي، ځکه زموږ د بزګرانوعواید پر مالدارۍ، بڼوالۍ او کرنې راڅرخي."

خو د کندزهغه خلک چې سیمې یې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو تاوده ډګرونه دي ښايي د چارواکو په دې ژمنو هوارې نه شي.

XS
SM
MD
LG