د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

چارواکي: د بهسودو پېښې غچ به اخلو خو عليپور وايي خپله مبارزه به جاري ساتي


د عبدالغني علیپور په نوم د وسله والو قوماندان وايي، د دوی مبارزه به جاري وي
د عبدالغني علیپور په نوم د وسله والو قوماندان وايي، د دوی مبارزه به جاري وي

افغان چارواکو پرون جمعه (د کب ۲۹مه) يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د هغو پيلوټانو او پوځیانو د وژنې غچ به واخلي چې الوتکه يې د ميدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې په راکټ وويشتل شوه.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال شاه محمود مياخېل دا خبره پرون د دې وژل شوېو پيلوټانو د رسمي پوځي درناوي په مراسمو کې وکړه.

په ميدان وردګ کې د وسله والو يو قوماندان عبدالغني علیپور منلې چې د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ شپه کې د ملي اردو یوه څرخي الوتکه ښايي د دوی په ډزو نسکوره شوې وي.

د الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې ۹ کسان ووژل شول چې ۴ تنه پیلوټان او ۵ تنه نور د امنیتي ځواکونو غړي وو.

دفاع وزارت وژل شوي پیلوټان عبدالکریم رحیمي، فضل وهاب امیري، محمد انور عمر او محفوظ نېکزاد بللي چې پرون یې جنازې خاورو ته وسپارل شوې.

د وژلو شویو پیلوټانو د جنازې مراسم
د وژلو شویو پیلوټانو د جنازې مراسم

علیپور پرون جمعه خپل وسله وال کسان «د مقاومت ځواکونه» وبلل او ویې ویل چې د بې عدالتۍ پر وړاندې به یې مبارزه جاري وي.

عبدالغني علیپور چې په قوماندان علیپور هم مشهور دی، له ازادي راډیو سره په خبرو کې د څرخي الوتکې د نسکورېدو پېښه توجېه کړه: " یو جنګي وضعیت چې پېښ شي، یا الوتکه سقوط کوي یا به کسان وژل کېږي یا به ټانک یا کور اور اخلي. په دې ځای کې معمول خبره ځکه ده چې د افغانستان دولت پر موږ حمله کړې ده."

د افغانستان ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ وویل چې په بهسودو ولسوالۍ کې د الوتکې د نسکورېدو قضیه به بې ځوابه پاتې نه شي.

بل خوا، مخکيني لوی درستیز محمد یاسین ضیا چې پرون د دفاع وزارت د سرپرست په توګه وګمارل شوی، ویلي دا برید به بې ځوابه پاتې نه شي.

د میدان وردګ د ولایتي شورا یو غړی، وحید الله اکبرزوی وايي، په وروستۍ پېښه کې مهم پېلوټان وژل شوي: "هغوی داسې کسان شهیدا کړي چې نه جبرانېدونکي دي. داسې پیلوټان وو چې هر یو یې په افغانستان کې اتلان وو. له بده مرغه ولسمشر پر خپل وخت د نن سبا په څېر جدي اقدام ونه کړ. کله چې پر علیپور فشار راشي ارزګان ته ځي، هلته د شجاعي په نوم یو کس دی. دوی په سوریه کې جنګېدلي، خطرناک خلک دي. له ولسمشر مو غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره د دې ستونزې غم وخوري."

اکبرزوی وايي، په وروستۍ پېښه کې مهم پېلوټان وژل شوي
اکبرزوی وايي، په وروستۍ پېښه کې مهم پېلوټان وژل شوي

د باور غورځنګ مشر نجیب ازاد فکر کوي چې د علیپور تر شا د حکومت لوړپوړي چارواکي ولاړ دي او په دې برخه کې په لوړه سطحه اقدامات په کار دي.

ښاغلی ازاد وايي: "د علیپور قضیه وړه قضیه نه ده چې یوازې د دفاع او کورنیو چارو تر وزارتونو محدوده وي.دې قضیه ولسمشر له درېیو کلونو راهیسې خبر دی او درې کاله مخکې د ده مرستیال سرور دانش علیپور خوشې کړی و. د علیپور تازه قضیه د دفاع وزارت د الوتکې ویشتل او د سرتېرو شهیدانول دي. په دې وزارت کې چې څوک سرپرست وټاکل شو، تر پرون لوی درستیز و، په صلاحیت کې یې خاص تغییر نه دی راغلی. فکر کوم چې وروستی ادلون بدلون اصلاً د علیپور له قضیې سره تړاو نه لري."

د باور غورځنګ مشر نجیب
د باور غورځنګ مشر نجیب

په میدان وردګ ولایت کې مدني فعال عبدالقيوم راستمن د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له نوي مشرتابه غواړي چې د علیپور قضیه په منصفانه ډول حل کړي.

دی وايي: "هیله من یو کوم تغییرات چې راغلي په دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارتونو په مشرتابه کې په دې برخه کې مؤثر تمام شي. یوازې د علیپور په مورد کې نه، بلکې د افغانستان په هره برخه کې چې څوک غیرمسوول وسله وال وي، قومي، سمتي او ژبنیو تعصباتو ته لمن وهي او د افغانستان ولسونه نه پرېږدي چې یو وي او پر یوه ټغر سره ناست وي، د هغوی پرضد باید اقدامات وشي او وځپل شي."

دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته نوي سرپرستان وټاکل شول
دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته نوي سرپرستان وټاکل شول

عبدالغني علیپور د ۱۳۹۷ لمریز کال په لیندۍ/ قوس میاشت کې د خپلسرو وسله والو فعالیتونو په تور نیول شوی و چې وروسته د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په ملاتړ له بنده خوشې شو.

ازادي راډیو هڅه وکړه، د ښاغلي دانش د دفتر د مطبوعاتي څانګې تازه نظر راواخلي، خو اړیکې يې ځواب نه کړې.

XS
SM
MD
LG