د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

خوست کې له غیر رسمي دیني مدرسو فارغېدونکي حافظان او عالمان په څه بوختیږي؟


د خوست د ابن عباس له دینې مدرسې فارغیدونکي عالمان
د خوست د ابن عباس له دینې مدرسې فارغیدونکي عالمان

په خوست کې له غیر رسمي دیني مدرسو سلګونه فارغېدونکي حافظان او عالمان له فراغت وروسته د کارموندنې برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي او ځینې یې بیا د ډېر کم معاش په بدل کې امامت، د مدرسې استادي او یا هم شخصي کاروبارونو او مزدوریو ته مخه کوي.

د پکتیا اوسیدونکی سیف الله چې له تېرو څو کالونو راهیسې د خوست علیشیرو ولسوالۍ کې اوسیږي وایي، له نننه ۱۳ کاله وړاندې له کرښې هغې غاړې د یوې مدرسې فارغ شوی، خو د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله بهرنیو هېوادونو ته مساپر شو او کلونه یې درنې چارې ترسره کړې.

دی زیاتوي: "۲۰۰۷ کال کې له زرګري مدرسې نه فارغ شوی یم ، په کور کې مې ډېر اقتصادي مشکلات لرل، نو نه مې امامت، نه هم خطابت او نه مې هم تدریس کولی شو، بیا مجبور شوم د ایران له لارې اماراتو ته لاړ شم."

دی وایي، له مدرسو فارغو کسانو ته د مناسب معاش دندې نه پیدا کېدل او هېواد کې شته ناامني د دې لامل شوې چې زیاتره فارغ کسان شخصي کارونو او مزدوریو ته مخه کړي.

خوست کې یوه دیني مدرسه
خوست کې یوه دیني مدرسه

سیف الله وایي، دی او د ده په څېر ګڼ ملګري یې د وسله والو ډلو له وېرې په دولتي ملکي ادارو کې هم دندې نه شي ترسره کولی، خو هیله لري چې یو وخت یې اسناد په دولتي کچه ارزیابي شي او اړتیا ته په کتو په دولتي ادارو کې د کار لپاره جذب شي.

مفتي اسدالله غزنوي د خوست په نادرشاکوټ ولسوالۍ کې د یوې مدرسې مشر وایي، د خلکو په چندو او ناچیزو مرستو په ډېرې خوارۍ یاده مدرسه فعاله ساتي، خو په وینا یې اوس مهال د روان جنګ له امله نه شي کولی مدرسه رسمي کړي څو دولتي مرستې ترلاسه کړي.

غزنوي زیاتوي: "موږ خو خپله دې فکر کې یو چې مدرسه پرمختګ وکړي، خو عصر دا تقاضا لري چې څومره مدرسه له حکومت سره رسمي شي یا طالب سره له دې سره شر پیدا کېږي، نو له دې خاطره خلک په یوه روپۍ مدرسه چلوي، د دې لپاره چې یوه سره هم په ډله کې شامل نه شي."

مفتي غزنوي وایي، د دولت سره د مدرسو رسمي کول او له دیني زده کړو د فارغو زده کوونکو د اسنادو ارزیابي له طالب زده کوونکو سره د کار په موندنه کې موثر تمامیدلی شي، خو دا هر څه د سولې تر راتلو مشروط بولي.

د رسمي ادارو د معلوماتو له مخې خوست کې ۱۷ رسمي او شااوخوا ۱۶۰ غیر رسمي مدرسې فعالې دي.

د خوست د پوهنې ریاست د ديني زده کړو مرستیال شرف الدین شرف ازادي راډيو ته وویل، اوس مهال افغان دولت د دیني مدرسو فارغو زده کوونکو د اسنادو د ارزیابۍ لپاره یې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

د خوست د پوهنې ریاست
د خوست د پوهنې ریاست

شرف زیاته کړه: "معارف وزارت اول د دوی د دوولسم په کچه اسناد ارزیابي کوي امتحان ترې اخلي، بیا د څوارلسم ټولګي په کچه ترې امتحان اخلي، ځینې داسې کسان هم لرو چې د لسانس په کچه تحصیلات عالي یې اسناد ارزیابي کړي، دوی بیا یوازې واعظ، خطیب، موذن، امام نه بلکې په دولت کې د څارنوال، قاضي او استادانو په توګه هم کار کولی شي."

داسې اندېښنې او انتقادونه هم شته چې ځینې نارجستر شوي مدرسې د نا امنیو له ځینو فعالیتونو سره تړاو لري، که څه هم د مدرسو مسولین دا تورونه ردوي، خو د خوست امنیتي چارواکي وايي، لا هم د وسله والو ډلو تر کنټرول لاندې سیمو کې مدرسې د وسله والو د روزنې لپاره کارول کېږي.

د خوست امنیه قوماندان داوود امین
د خوست امنیه قوماندان داوود امین

د خوست امنیه قوماندان داوود امین ازادي راډيو ته وویل چې یوازې د روان کال په جریان کې د ترهګرۍ په ۹ بېلابېلو قضیو کې ۲۰ تنه د دیني غیر رسمي مدرسو زده کوونکي او استادان نیول شوي چې په ټکو یې داسې اسناد او شواهد لري چې په ځینو مدرسو کې وسله وال راټولیږي او د دولت خلاف د مدرسې زده کوونکي او استادان تبلیغاتي او فزیکې جګړې ته هڅوي.

XS
SM
MD
LG