د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

افغان سوله؛ د مسکو غونډه کې به د عبدالله عبدالله خبرې پر ۴ ټکو را وڅرخي


عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو غونډه پیلېدونکې ده. د افغانستان د اسلامي جمهوریت ۱۲ کسیز پلاوي چې مشري یې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله کوي، لا له وړاندې مسکو ته رسېدلی دی.

یو شمېر افغان سیاسیون او طالبان هم د دې غونډې ګډونوال دي.

که څه هم دا غونډه د روسیې، امریکا، چین او پاکستان د 'ترویکا' د ناستو دوام دی، خو افغان لوری او طالبان هم وربلل شوي دي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله نن پنجشنبه (د کب ۲۸مه) سهار په خپله ټویټرپاڼه ولیکل، مسکو ته رسېدلی او په غونډه کې به د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب ګډون او وینا وکړي.

په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د مسکو په غونډه کې د ښاغلي عبدالله د خبرو اصلي محور به د سولې بهیر د پیاوړتیا او ګړندي کولو لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو څخه د همکارۍ غوښتنه، ترهګرۍ سره مبارزه او پر ځان بسیا افغانستان لپاره هڅې وي.

د دې شورا سلاکار مجیب رحیمي له مسکوه د ټیلیفون پر لیکه ازادي راډیو ته وویل: "موږ بیا د سولې د راتلو او د جګړې د پای لپاره د افغان حکومت دریځ بیانوو. د افغانستان د سولې په اړه د سیمې او نړۍ هېوادونو او د روسیې د فعالې ونډې غوښتنه کوو. په ورته وخت کې طالبانو ته یادوو چې د افغانستان اسلامي جمهوریت چمتو دی چې بې له کوم قید و شرطه په هره برخه کې خبرې وکړي، تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي. هغه فرصت چې جوړ شوی، ترې په ګټې به په اصلي او محوري قضیو بحث وکړو، څو ټول منلي سیاسي حل ته ورسېږو."

د ملي مصالحې عالي شورا سلاکار مجیب‌الرحمن رحیمي
د ملي مصالحې عالي شورا سلاکار مجیب‌الرحمن رحیمي

ښاغلي عبدالله مسکو ته له رسېدو سره سم، د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره لیدلي دي.

ماجد القحطاني د دې غونډې ځانګړی مېلمه دی.د ملي مصالحې عالي شورا وايي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې په هڅو، د دوحې خبرو اترو په وروستیو پرمختګونو او د مسکو د غونډې په اړه خبرې کړي.

هاخوا بیا ملګرو ملتونو هم د افغانستان د سولې په بهیر کې د خپلې زیاتې ونډې لپاره یو ګام پورته کړی دی.

د افغانستان د سولې په اړه د وروستیو خوځښتونو او په دې بهیر کې د امریکا له‌خوا له ملګرو ملتونو څخه د ونډې د زیاتېدو د غوښتنې سره سم، د دې سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش پخوانی فرانسوي ډیپلومات ژان ارنو د افغانستان په چارو کې خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له قوله لیکلي: "انتونیو ګوترش له ژان ارنو غوښتي، څو د سیمې هېوادونو، نړیوالو متحدانو او د یوناما ترڅنګ په افغانستان کې د روانې شخړې د سیاسي حل لپاره همکاري وکړي."

ملګري ملتونه داسې مهال دا پرېکړه کوي چې د مسکو غونډه کې یې کوم استازي ګډون نه‌دی کړی، خو ولې د ترکیې ناسته د دې سازمان تر څارنې لاندې کېږي.

هغه غونډه چې امریکا یې د افغانستان د سولې اړوند د سیمې او نړۍ هېوادونو د اجماع لپاره مهمه او د سولې خبرو د پرمختګ او ګړندي کولو لپاره اړینه بولي.

امریکا او افغان حکومت د مسکو غونډه هم د استانبول پر ناستې اغېز لرونکې بللې او وايي، هیله لري چې دا غونډې د افغانستان د سولې بهیر یو معنی لرونکي پړاو ته دننه کړي.

د مسکو په غونډه کې د ټولو لورو له وینا وروسته، یوه اعلامیه هم خپرېږي چې تمه ده نن پنجشنبه (د کب ۲۸مه) تر مازدیګر په‌کې د افغانستان د سولې په اړه د دې ناستې د ګډونوالو دریځ روښانه شي.

XS
SM
MD
LG