د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

فرانسه، جرمني او ایټالیا د کرونا ضد اسټرازِنِکا واکسین بندوي


د اسټرازِنِکا په نوم د کرونا ضد واکسین ل
د اسټرازِنِکا په نوم د کرونا ضد واکسین ل

فرانسې، جرمني او ایټالیا اعلان وکړ چې د اسټرازِنِکا په نوم د کرونا ضد واکسین لګول بندوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون پرون دوشنبه (د کب ۲۵مه) وویل، هېواد یې د احتیاطي اقدام په ډول د دغه واکسین لګول ځنډوي او د اروپا د درملو د تنظیم ادارې تر ارزونې وروسته په دې اړه پرېکړه کوي.

له بلې خوا د جرمني د روغتیا وزیر ینس سپان پرون دوشنبه وویل چې جرمني هم د اسټرازِنِکا واکسین تطبیق دروي.

ده زیاته کړه چې دا اوس د اروپا د درملو د تنظیم په ادارې پورې اړه لري چې د دغه واکسین د تطبیق یا هم بندولو په اړه پرېکړه وکړي. ایټالیا هم دېته ورته اعلان کړی دی.

تر دې مخکې ناروې، ډنمارک، هالنډ او بلغاریا ویلي وو چې دوی د واکسین تر لګولو وروسته په ځینو کسانو کې د وینې تر غوټه کېدو وروسته د دغه واکسین لګول وځنډول.

خو د روغتیا نړیوال سازمان او د اروپا د درملو د تنظیم ادارې ویلي چې اسټرازِنِکا واکسین خوندي دی.

XS
SM
MD
LG