د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

یو شمېر اروپايي هېوادونه د کرونا د ۳مې څپې په اړه اندېښمن دي


 د استرازنکا واکسین؛ ځینو هېوادونو کې د استرازنکا د واکسین تطبیق بند شوی دی.
د استرازنکا واکسین؛ ځینو هېوادونو کې د استرازنکا د واکسین تطبیق بند شوی دی.

د نړۍ په ځانګړي توګه د اروپا یو شمېر هېوادونو د کرونا ویروس د درېیمې څپې په اړه اندیښنه ښودلې ده.

دا اندیښنې وروسته تر دې زیاتې شوي چي دغلته د واکسین د ویش بهیر ټکنی روان دی او ځینو هېوادونو کې د استرازنکا واکسین تطبیق بند شوی دی.

د واکسینو پر دغه بریتانوي او سویډني شرکت وروسته تر دې فشارونه زیات شول چې له واکسین وروسته یې د وینې د کلکېدو په اړه ویره زیاته شوه.

د روغتیا نړیوال سازمان او د اروپا د درملو ادارې ویلي، استرازنکا واکسین خوندي دی.

له دې سره داسې ویره شته چې ممکن په ځینو هېوادونو له هغې ډلې اروپا کې راتلونکې اپریل میاشت د عیسویانو د اختر په رخصتیو کې د ویروس پراختیا ډېره شي.

XS
SM
MD
LG