د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

ناروې او ډنمارک کې د 'اسټرازِنِکا' ځنډېدل؛ افغانستان: جانبي عوراض نه لري


د 'اسټرازِنِکا' واکسین
د 'اسټرازِنِکا' واکسین

په افغانستان کې دننه او بهر د کرونا ویروس ضد اسټرازِنِکا واکسین په اړه اندېښنې مطرح شوي چې ګوندې دغه واکسين جانبي عوارض لري.

‎خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، دوی د روغتیا نړیوال سازمان او اروپایي ټولنې د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ او معلوماتو پر بنسټ وایي چې دغه واکسین هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول جانبي عوارض نه لري.

‎د دغه وزارت ویاند غلام دستګیر نظري د شنبې (د کب ۲۳مه) په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې تر اوسه په ټول هېواد کې له ۴۰ زرو زیاتو کسانو ته دغه واکسین تطبیق شوی چې د جانبي عوارضو په اړه يې تر اوسه کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

افغان چارواکي وايي، ټول هېواد کې له ۴۰ زرو زیاتو کسانو ته دغه واکسین تطبیق شوی
افغان چارواکي وايي، ټول هېواد کې له ۴۰ زرو زیاتو کسانو ته دغه واکسین تطبیق شوی

‎ښاغلي نظري زیاته کړه: "موږ د خپل عادي تقسیم اوقات له مخې خپلو خلکو ته د واکسین تطبیقولو ته دوام ورکوو، زموږ د واکسین برخه کې هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول ستونزه نشته، موږ تراوسه له ۴۰ زره زیاتو خلکو ته واکسین کړی، له نېکه مرغه تراوسه پرته له سردردي او تبو نور د هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول جدي ستونزو راپور نه دی ثبت شوی چې دا يې هم مثبت اړخ دی."

‎دا په داسې حال کې ده چې تازه په ‌‌‌‌‌‌ډنمارک او ناروې کې د استرازِنِکا یا کرونا ویروس ضد واکسین تطبيقول د مؤقت وخت لپاره بند کړي.

‎د راپورونو له مخې په ‌‌‌‌‌‌ډنمارک کې یو کس له دغه واکسین کولو وروسته مړ شو چې له امله يې د دغه هېواد د روغتیا وزیر پر خپله ټویټر ولیکل چې دوی به د استرازِنِکا واکسین په اړه د خپلو څېړنو تر بشپړولو د دې واکسین تطبیقول بند کړي.

‎له ‌‌‌‌‌‌ډنمارک وروسته په ناروې کې هم د دغه واکسین په اړه د څېړنو تر بشپړولو پورې د یاد واکسین تطبيق بند شوی دی.

‎خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، اروپایي ټولنې د کرونا ویروس ضد واکسین جانبي عوارض رد کړي او په ‌‌‌‌‌‌ډنمارک او ناروې کې یې یوازې د یوې برخې د واکسین تولیدولو کې ستونزه مطرح کړې، نه د ټولې نړۍ لپاره په تولید شوېو واکسینونو کې.

‎یاد وزارت وایي، تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې به د افغانستان ۶۰ سلنه خلکو ته چې عمرونه یې له اتلس کلونو لوړ وي، کرونا ضد استرازِنِکا واکسین ورسوي.

‎په کابل کې خبریال جاوېد همیم کاکړ او په هرات کې د یو روغتون ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حامد رحیم دغه واکسینونه تطبیق کړي وایي، دوی ته چې هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول جدي ستونزه نه ده پېښه شوې: "ما ته مې ملګرو ویلي وو چې دا واکسین جانبي عوارض لري همکارانو مو په دې اړه اندېښنه درلودله، خو موږ د پنجشنبې په ورځ دا واکسین وکړ پر ما خو یې هېڅ اغېز ونه کړو، خو ځینو همکارانو مې سردردي او تبه ورسره لرله.

-ما له نورو ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو سره د دغه واکسین د پرانېستې په ورځ واکسین تطبیق کړ، د ۴۸ساعتونو لپاره یې راباندې تبه او ځان دردي راوستې وه، له هغه وروسته رک روغ یم او دا دی په خپلې دندې مصروف یم."

استرازِنِکا یا د کرونا ویروس ضد دا واکسین د انګلستان او هندۍ کمپنيو ګډ توليد دی چې هند د خپل تولید لومړۍ جوپه له افغانستان سره مرسته وکړه.

‎په افغانستان کې له دغه واکسینه تراوسه څه باندې څلوېښت زره کسان چې د رسنیو کار کوونکي او خبریالان، امنیتي ځواکونه، ‌‌‌‌‌‌ډاکټران او یو شمېر دولتي کار کوونکي، سياستوال او د لوړعمر لرونکي کسان دي برخمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG