د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

پاکستان کې خونړي بریدونه؛ څو ښارونو کې د امنیتي خطر خبرداری ورکړل شوی


ارشیف، د پاکستان په لاهور کې ددې هېواد سرتیري
ارشیف، د پاکستان په لاهور کې ددې هېواد سرتیري

د پاکستان، پولیسو،پوځ، نیمه امنیتي او پوځي ارګانونو ته سپارښتنه شوې چې د پاکستاني طالبانو د لا ډېرو بریدونو د مخنیوي لپاره په تیارسۍ حالت کې و اوسېږي.

د جرمني 'ډي.پي.اې' خبري اژانس د سې شنبې (د کب ۱۹مه) په ورځ په ماښام مهال خبر ورکړ چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې تېره اوونۍ د دې هېواد دوه پولیس افسران په دوو بریدونو کې وژل شوي دي. یو برید په پلازمېنه اسلام اباد او بل یې دې ښار ته نژدې په یوه سیمه کې شوی.

د دواړو بریدونو مسولیت پاکستاني طالبانو منلی دی.

د پاکستان پوځ ته سپارښتنه شوې چې د پاکستاني طالبانو د لا ډېرو بریدونو د مخنیوي لپاره په تیارسۍ حالت کې و اوسېږي.
د پاکستان پوځ ته سپارښتنه شوې چې د پاکستاني طالبانو د لا ډېرو بریدونو د مخنیوي لپاره په تیارسۍ حالت کې و اوسېږي.

دغو بریدونو داسې وېره خپره کړې چې ګواکې د پاکستان اسلامي تُندلاري تر ماتې وروسته غواړي د افغانستان سرحد ته په نژدې سیمو کې چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې له لاسه ورکړي، بېرته را وګرځي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي، استخباراتي معلومات یې ښیې چې طالبان هڅه کوي خپل پټ مرکزونه بېرته فعال کړي.

پاکستاني چارواکو، شنونکو او تحقیقاتي موسسو ته خبرداری ورکړی چې پاکستاني طالبان له افغان طالبانو توپیر لري او هڅه کوي چې له لاسه وتلي سیمې بېرته لاندې کړي.

طالبان هڅه کوي خپل پټ مرکزونه بېرته فعال کړي.

د ازادي راډیو د مشال څانګې تحلیلګر داوود خټک په یوه مطلب کې چې څو ورځې وړاندې ډیپلومات خپرونې چاپ کړی و ویلي چې پاکستاني طالبان بېرته صحنې ته راوځي او په تېرو دوو کلونو کې یې خپلې لیکې بېرته پیاوړي کړي دي.

د هغه په وینا دا اقدام د سیمې او نورې نړۍ لپاره خطرناک دی.

ښاغلي خټک ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو څو اونیو په شمالي او جنوبي وزیرستان دواړو کې د پاکستان پر پوځ بریدونه ډېر شوي. له دې سره هم مهاله د پاکستان حکومتي چارواکي وتښتول شول. د دې ترڅنګ که ستاسو په یاد وي، په وزیرستان کې یو برید وشو چې څلور ښځې په کې ووژل شوې، دا کوچنۍ پېښې نه دي او داسې ښکاري چې دلته حالات ښه نه دي."

پاکستاني شنونکي وايي، چې ډېر احتمال لري د پاکستاني طالبانو تحریک د بېرته راتلو لپاره هڅې کوي.
پاکستاني شنونکي وايي، چې ډېر احتمال لري د پاکستاني طالبانو تحریک د بېرته راتلو لپاره هڅې کوي.

د پېښور ښار د امنیتي چارو تحلیلګر فداخان هم په دې باور دی چې ډېر احتمال لري د پاکستاني طالبانو تحریک د بېرته راتلو لپاره هڅې کوي.

د جرمني 'ډي.پي.اې' خبري اژانس لیکي:

امکان لري له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون هم پر پاکستاني طالبانو اغېز کړی وي، ځکه هغوی دا د افغاني طالبانو لپاره یوه بریا ګڼي.

د امریکا متحده ایالاتو د پخوانۍ ادارې او طالبانو ترمنځ د تېرکال په موافقه کې راغلي چې ټول نړیوال ځواکونه باید له افغانستانه ووځي.

XS
SM
MD
LG