د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

چین د کرونا ډیجیټال واکسین د ورکولو پروګرام پیل کړ


ارشیف
ارشیف

چین د کرونا ډیجیټال واکسین د ورکولو پروګرام د هغو کسانو لپاره پیل کړ چې د سفر نیت لري.

دا ډیجیټال تصدیق چې په‌کې د کرونا ویروس د ازموینې نتیجه معلومه شوې وي، د دوشنبې په ورځ د (وي چټ) په نوم د ټولنیزو رسنیو له لارې پيل شو.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند نن وویل، د اوس لپاره دا تصدیق جبري نه‌دی او یوازې یې چینایي اتباع ترلاسه کولای شي.

د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا هم د ورته اجازې ترلاسه کولو پر اسنادو غور کوي.

اورپایي ټولنه هم د زرغون پاسپورټ د ارزونې په حال کې ده چې خلکو ته د دې ټولنې د غړو هېوادو ترمنځ د سفر زمینه برابره کړي.

له دې پروګرام سره دا اندېښنې ملګرې شوې دي چې د خلکو خصوصي اطلاعات به څارل کېږي.

XS
SM
MD
LG