د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

روغتیا وزارت: په لومړي ځل افغانستان کې روږدو ته 'تعویضي' درملنه پیل شوه


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

دا مهال په افغانستان کې د معتادینو د غیر رسمي او عنعنوي درملنو ترڅنګ د عامې روغتیا وزارت رسمي مرکزونو کې د معتادینو عرضي درملنه کېږي.

په عرضي درملنه کې یو معتاد باید ۴۵ ورځې په یوه مرکز کې بستري او دې موده کې یې د اعتیاد د ټولو اعراضو او نښو نښانو یو په بل پسې درملنه کېږي، خو اوس د عامې روغتیا وزارت د تعویضي درملنې په نوم یوه نوې درملنه معرفي کړې چې د نشې پرېښودلو لپاره ترې استفاده کېږي.

د ابن سینا زر بستریز روغتون رئیس ډاکټر محمد ظاهر سلطاني ازادي راډیو ته وویل، د معتادینو په تعویضي درملنه کې د بیپرونورفین او میټاډون په نومونو درمل کارېږي.

ښاغلي سلطاني زیاته کړه: "تعویضي درملنه د اعتیاد د درملنې یو ډول دی چې ډېری هېوادونه یې کاروي او موږ هم لومړی ځل د معتادینو د درملنې په زر بستریز روغتون کې د دې درملنې لومړی پړاو پرانېست. د اعتیاد زیانونو او خطرونو ته په پام سره تعویضي درملنه ښې ګټې لري. ناروغ کولای شي چې د درملنې ترڅنګ کار وکړي او خپله کورنۍ وساتي. هغه مجبور نه دی چې ۴۵ ورځې روغتون کې بستري شي، څو یې د نشې زیانونه په بدن کې را کم شي."

له نشه يي موادو سره د مبارزې قانون کې راغلي چې معتادین باید په خپله خوښه درملنه وکړي، دغه ډول طبي ډاکټران هم په دې باور دي چې په زور درملنه مثبته نتیجه نه لري.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د درملنې مرکزونو ته د معتادینو د لېوالتیا کموالي یو دلیل هم د عرضي درملې د پروسې اوږدوالی دی.

د میتادون درمل،د معتادینو په تعویضي درملنه کې د بیپرونورفین او میټاډون په نومونو درمل کارېږي.
د میتادون درمل،د معتادینو په تعویضي درملنه کې د بیپرونورفین او میټاډون په نومونو درمل کارېږي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر محسن حسن د عرضي او تعویضي درملنو ترمنځ د توپیرونو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "عرضي درملنه دېته وايي چې د معتاد اعراض او د نښو نښانو درملنه وشي، لکه دردونه، اسهالات او داسې نور. تعویضي درملنه بیا دا ده چې د نشه يي موادو یوه ماده په بله ماده باندې بدله شي. لکه یو څوک تاریاک کاروي، د درملنې پر مهال هغه ته بیرونورفین او یا هم په ځینو هېوادونو کې میټاډون ورکول کېږي. ځینې هېوادونه د میټاډونو استعمال ته اجازه ورکوي او ځینې یې نه ورکوي، دوی وايي چې میټاډون هم اعتیاد لري."

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو په کموالي او د بیا اعتیاد په مخنیوي کې د کورنیو ونډه ګټوره بولي او له کورنیو غواړي چې د خپلو کورنیو معتاد غړي دي په ښه چلند او نرمه ژبه د نشې پرېښودولو ته وهڅوي.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG