د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

برما کې مظاهرې؛ تازه تاوتریخوالي کې ۳۸ کسان وژل شوي


برما کې یوه ټپي مظاهره کوونکی، روغتون ته وړل کېږي
برما کې یوه ټپي مظاهره کوونکی، روغتون ته وړل کېږي

په میانمار یا پخوانۍ برما کې د نوې پوځي واکمنۍ پر وړاندې د معترضانو پر وړاندې پرون چهارشنبه (د کب ۱۳مه) په تازه تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي دي.

د میانمار لپاره د ملګرو ملتونو استازې کریستینا شرینر بورګینیر دا له کله چې د دې هېواد پوځ کودتا کړې، یوه تر ټولو خونړۍ ورځ وبلله او زیاته یې کړه چې په تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه پنځوس کسان وژل شوي او یو زیات شمېر نور ټپیان شوي دي.

د عیني شاهدانو له څرګندونو او ویډیوګانو ښکاري چې پولیس د دې هېواد په یو شمېر ښارونو کې د معترضانو د تیت او پرک کولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز، ربړي ګولیو څخه کار اخلي او هم پر هغوی ډزې کوي.

برما کې پوځ پر مظاهره چیانو له اوښکې بهونکي ګازه کار اخلي.
برما کې پوځ پر مظاهره چیانو له اوښکې بهونکي ګازه کار اخلي.

د فبرورۍ له لومړۍ نېټې چې میانمار کې پوځ کودتا کړې، دا هېواد تقریباً هره ورځ د مظاهرو شاهد دی.

پوځ د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي په کور کې نظربنده کړې او د هغې د ګوند یو شمېر نور مشران یې نیولي دي.

د راپورونو له مخې د دغو اعتراضیه لاریونونو په ترڅ کې د شپږو خبریالانو په ګډون په سلګونو کسان نیول شوي دي.

بریتانیا د میانمار د وضعیت په اړه د خبرو لپاره سبا جمعه (د کب ۱۵مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه رابللې ده.

د امریکا متحدو ایالاتونو ویلي چې د میانمار د پوځیانو پر وړاندې پر نورو اقداماتو غور کوي او اروپایي ټولنې ویلي چې پر بې وسلې ملکیانو ډزې له نړیوال قانونه ښکاره سرغړونه ده.

XS
SM
MD
LG