د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

وېسا: که د امریکا او طالبانو جوړ جاړی ونه شي د سولې بهیر به کوم لوری خپل کړي؟


ارشیف، د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون
ارشیف، د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون
  • وېسا

وېسا ورځپاڼې د جرمني وروستۍ پرېکړې ته په اشارې لیکلي، جرمني چې په افغانستان کې تر امریکا وروسته د شمېر پر بنسټ زیات عسکر لري، پرېکړه يې کړې چې هېواد به یې د ۲۰۲۲ کال تر جنوري میاشتې پورې خپل پوځیان په افغانستان کې وساتي.

د ورځپاڼې په وینا، د جرمني دغه اعلان داسې مهال دی چې د دوحې تړون پر بنسټ څه باندې دوه میاشتې وروسته له افغانستانه د امریکایي او نورو بهرنیو پوځیانو د وتلو ضرب الاجل را رسېږي.

ورځپاڼې پوښتنه کړې چې که د مې میاشتې تر پیل پورې د امریکا او طالبانو تر منځ دغه مسئله کې کوم ډول جوړ جاړی ترسره نه شي د سولې روان بهیر به کوم لوری خپل کړي؟

د لېکوال په وینا، ایا طالبان به لکه څنګه چې په غیر رسمي توګه یې ویلي هم دي د ځینو مهمو ولایتونو نیولو ته مخه کړي؟ او که د طالبانو او امریکا تر منځ جوړ جاړی کېږي او دا به د دوحې د ضرب الاجل د تمدید په بڼه وي؟

ليکوال وړاندې ليکلي، اوس هم داسې اوازې موجودې دي چې د پاتې شوېو بهرنیو پوځیانو حضور به د یو نوي نوم او نوي ماموریت به په بڼه اړول کېږي او بالاخره دا چې د افغانستان مسئله به د دوحې فارمټ او هوکړې څخه کاملاً بهر په یو نوي فارمټ یعنی کوم بین المللي کنفرانس کې نتیجې ته رسول کېږي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، ناټو او امریکایي چارواکي له څو میاشتو راهیسې د افغانستان وضعیت په ارزولو او په مې میاشت کې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مسئلې بوخت دي.

خو د لېکوال په اند د افغانستان کړکېچن وضعیت او د افغان سولې په پروسه کې بن بنست د دې لامل شوی چې پرېکړه تر ټولو سخته شي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په هدف تر ټولو غوره پریکړه دا ده چې د نړیوالو ځواکونو ماموریت بدلون ومومي.

خو د لیکوال په وینا، د افغانستان د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو خوندیتوب لپاره اړتیا ده چې ټول لوري مسوولانه تصمیم ونیسي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د کب یا حوت ۹ مې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو نه د ملاتړ د ملي ورځې په مناسبت لیکنه کړې ده.

وړاندې راغلي، دا ورځ له تېرو درېيو کالو راهيسې په افغانستان کې په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي او افغانان په دې ورځ د خپلو اتلو او مېړني ځواکونو قدرداني کوي، پرې وياړي او پر بېلابېلو ډاليو يې نازوي.

ورځپاڼې ټینګار کړی، افغان ځواکونه، نه يوازې د خپل ملت او خپل هېواد، د دفاع او ساتنې په سنګرونو کې دي، بلکې دا اتل او زړور ځواکونه د نړيوالې ترهګرۍ پر ضد په لومړۍ کرښه کې هم دي.

ورځپاڼې لیکلي، له دغه ځواک سره دا پراخ ملاتړ او همکاري د دې څرګندونه کوي چې دا ځواکونه به هېڅ يو وسله وال مخالفت او ترهګري مات نه شي کړای.

لېکوال دغه شان له طالبانو هم غوښتنه کړې چې نور نو وسله وال مخالفت پرېږدي او د سولې لاره خپله کړي، له خپل ملت سره يوځای شي او په ګډه د دغه ملت د ازادۍ، خپلواکۍ او ملي واکمنۍ لپاره کار او ګډې هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG