د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځينې نړيوالې ورځپاڼې
ځينې نړيوالې ورځپاڼې

یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو حضور ته پام کړی دی.

  • مېل انلاین

مېل انلاین ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر جوبایډن د دورې پر مهال د ناټو دفاع وزیرانو د لومړۍ غونډې په اړه مقاله خپره کړې ده.

په دغه دوه ورځنۍ انلاین غونډه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر پاته کېدو یا نه پاته کېدو هم خبرې کېږي.

په مقاله کې راغلي، چې له طالبانو سره د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتې د موافقې له مخې که امریکا خپل پاتې ځواکونه له افغانستانه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې وباسي، ناټو به هم شاوخوا لس زره پوځیان له دغه هېواده باسي.

خو لیکوال لیکلي، چې د بایډن اداره د فبرورۍ میاشتې پر موافقه له سره غور کوي.

په مقاله کې د امریکا د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله راغلي، چې د امریکا نوی دفاع وزیر لوید آسټین به له خپلو متحدانو سره په افغانستان کې د ځواکونو د حضور په اړه سلامشوره وکړي.

یوه چارواکي ویلي، چې د ټولو انتخابونو په اړه به بحثونه کېږي.

تر دې مخکې، واشنګټن ایګزامینر په یوه مقاله کې ویلي وو چې داسي ښکاري اسټین به خپلو متحدانو ته په دې اړه مشخص ځواب ورنه کړي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ هم ویلي، چې ځواکونه به یې د اړتیا تر وخته په افغانستان کې پاتې شي.

ده د دوشنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې له طالبانو وغوښتل، چې تاوتریخوالی کم کړي او له القاعده شبکې په ګډون له تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړي.

طالبانو بیا له امریکا څخه په یوه لیک کې غوښتي چې د دوحې موافقه دې عملي کړي.

  • سټارز اینډ سټرایپس

سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼې هم همدې موضوع ته پام کړی دی.

په مقاله کې راغلي، چې چارواکو پرته له نوم ذکر کولو ویلي چې باید په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي او دا چې د بايډن اداره د امریکا او طالبانو تر منځ موافقه ارزوي.

وروسته د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي له قوله راغلي، چې د طالبانو له خوا د موافقې عملي کول د ارزونې له مهمو نکاتو ده.

XS
SM
MD
LG