د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

بریتانیا د کووېډ-۱۹ واکسین لپاره جګړه ځپلو سیمو کې اوربند غواړي


ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) د نړۍ په هغو سیمو کې چې جګړې روانې دي، د کووېډ – ۱۹ واکسین د تطبیق لپاره د لارو چارو په لټولو بحث کوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب به دا غونډه رهبري کړي.

دی به د جګړو په سیمو کې د اوربند غوښتنه وکړي، څو له لارې یې د واکسین د رسېدو زمینه برابره شي. د راپورونو پر اساس د نړۍ په څو سیمو له هغې ډلې یمن، جَنوبي سوډان او ایتوپیا کې څه باندې ۱۶۰ میلیونه کسانو ته د نا امنیو او ناسمو شرایطو په سبب د واکسین د رسولو تطبیق ممکن نه دي بلل شوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب

افغانستان هم د نړۍ له نا امنو هېوادونو بلل کېږي چې که څه هم لا په کې د کووېډ – ۱۹ واکسین نه دی پیل شوی، خو تېر کال چارواکي په اکثرو نا امنو سیمو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین په تطبیق نه دي بریالی شوي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیرې باربار وډوارډ ویلي چې د واکسین د تطبیق په هدف د جګړو په سیمه کې د امنیت شورا د پرېکړه لیک ښايي په مختلفو کچو ننګونکی وي.

ګڼو هېوادونو چې په کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي روسیه او چین هم شامل دي وار دمخه د واکسین د ډیپلوماسۍ نوښتونه پیل کړي، څو خپل تولید کړي واکسین او تولیدي ظرفیت وښيي.

د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د کووېډ – ۱۹ واکسینونو په پیل سره کرونا وبا لږ څه مخ په ځوړ شوې.

په متحده ایالاتونو کې د فبرورۍ په شپاړسمه د کرونا مثبتې راپور شوې قضیې له تېر اکتوبره تر ټولو ټېټې کچې ته رسیدلې دي.

ولسمشر جوبایډن ویلي، د جولای تر پایه به ټولو امریکایانو ته واکسین ورسېږي.

هغه ویلي، تر دې نېټې به ۶۰۰ میلیونه ډوزه واکسین موجود وي چې د امریکایانو لپاره کافي دی.

هر کس باید د کرونا دوه ډوزه واکسین ولګوي.

په هسپانیه کې هم په کرونا د اخته کسانو شمېر په تېرو دوو اونیو کې د جنورۍ د همدې مودې په نسبت یو په درې واره راټېټ شوی.

ملګرو ملتونو سازمان غږ کړی چې باید د نړۍ ګوټ ګوټ په تېره بیا بې وزلو هېوادونو او جګړه ځپلو سیمو ته د کرونا واکسین د رسولو لپاره ګډه همکاري او همغږي وشي.

د کرونا د واکسین د تطبیق لپاره داسې وخت هڅې زیاتې شوي چې د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې تر چهارشنبې په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۹ میلیونه او پنځه لکه کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې نږدې دوه نیم میلیون انسانان مړه شوي.

XS
SM
MD
LG